راپور: اسدالله "لودین"
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د موئسسې یا فیفا ترسره کړې سروې ښیي چې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې په لومړي پړاو کې یو لړ ستونزې موجودې وې.
د دې موسسې چارواکي دغه ستونزې د اندیښنې وړ بولي او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون او حکومت څخه غواړي چې د نوم لیکنې په دویم پړاو کې یې مخنیوی وکړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تریوه حده د فیفا له خوا یادې شوي ستونزې مني خو په مجموع کې د دوی قضاوت د مبالغې وړ بولي.
که څه هم د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې لومړی پړاو بریالی بولي، خو وایي چې په دې بهیر کې ځینو ستونزو دوی اندیښمن کړي.
کم عمر لرونکو کسانو ته د کارتونو ورکول، د کارت اخستوونکي د معتبرو اسنادو نه کتل، یوه کس ته په غیاب کې کارت ورکول او د مراکزو د کارکوونکو غیرحاضري هغه عمده ستونزې دي چې دفیفا په څیړنیز راپور کې یې یادونه شوې.
د فیفا اجرایوي مشر جانداد سپین غر له حکومت او د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې د نوم لیکنې په دویم پړاو کې د دې ستونزو د تکرار مخنیوی وکړي.
فیفا د چهارشنبې په ورځ د انتخاباتو د نوم لیکنې د لومړي پړاو په اړه یو څیړنیز راپور خپور کړ او د یو لړ نورو ستونزو یادونه یې هم کړې ده.
د انتخاباتو د نوم لیکنې لومړی پړاو د جوزا په پنځمه نیټه د ولایتونو په مرکزونوکې په دوه اتیا محلاتو کې پیل شو او تراوسه هم دوام لري.
د نوم لیکنې دویم پړاو نږدې شل ورځې وړاندې د اسد په پنځه نیټه پیل شو چې د ځینو ولسوالیو په استثنا نورو ټولو کې د رایه ورکونې د کارتونو ویش پیل شوی.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د فیفا له خوا د امنیت او د معتبرو اسنادو د نه کتلو ستونزې مني خو په مجموع کې ددې ادارې قضاوت له عقدې ډک بولي.
د دې کمیسیون د دارالانشا ریس ضیاالحق امرخیل ازادي راډیو ته وویل چې د امنیت ټینګښت د دوی له وس څخه پورته دی او په ځینو برخو کې د اسنادو د نه کتلو لامل دا دی چې اکثره افغانان په ځآنګړې توګه ښځې تذکرې نه لري.
ښاغلي امرخیل د فیفا له خوا د نورو بیان شوو ستونزو موجودیت رد کړ او ویې ویل چې د نوم لیکنې بهیر په ښه توګه او له امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ کې په مخ روان دی.
ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو راتلوونکي انتخابات د راتلونکي حمل په شپاړسمه نیټه ترسره شي.
خو داسې اندیښنې موجودې دي چې ممکن د هیواد په ځینو برخو کې روانه نا امني ددې انتخاباتو په شفافیت سیوری وغوړوي.
خو د کورنیو چارو وزارت بیا له دې وړاندې په وار وار ډاډ ورکړی چې د انتخاباتو بهیر ته به له هرډول ممکنه امنیتي تدابیرو کار واخلي.