د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۰

د راتلونکو انتخاباتو څرنګوالی



فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه دوه جلا مضمونونه خپاره کړي او په دواړو کې یي په دې هېواد کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د څرنګوالي په اړه څرګندونې کړي دي.

د فارین پالیسي خپرونې د یوه مضمون لیکوال شاه محمود میاخیل، په افغانستان کې د قومي مشرانو له غونډې څخه باید زده کړو – تر سرلیک لاندې لیکي:

د افغانستان د بېلابېلو سیمو د ۲۰۰ ملکانو غونډې یو ځل بیا وښودله چې؛ د ۲۰۱۴ م کال انتخابات تر کومه حده مهم دي.

په دې غونډې کې په نورو بحثونو سربیره په دې خبرې هعم رڼا واچول شوه چې؛ د افغانستان ملي پوځ او ملي پولیس په زرونو غړي لري، خو څنګه یو محدود شمېر طالب وسله وال بیا هم د افغانستان امنیت ته ګواښ مخامخ کوي.

د قومونو مشرانو دې پوښتنې ته ساده ځواب ورکړ او ویي ویل چې؛ پوځ او د وسلو کیفیت مهمه ونډه نه لرې، بلکه خبره داده چې خلک یعني ولس تر کومه حده پر حکومت او امنیتي ځواکونو باور لري.

فارین پالیسي زیاتوي، په افغانستان کې ازاد ، شفاف او عادلانه انتخابات کولاي شي په حکومت باندي د خلکو اعتماد زیات کړې او د انتخاباتو په جریان کې د امنیتي ځواکونو له خوا د امنیت په تامین سره به په افغان امنیتي ځواکونو د خلکو اعتماد هم زیات شي.

د مضمون د لیکوال میاخیل په نظر، که په افغانستان کې د جمهوري ریاست انتخابات آزاد، شفاف او له درغلیو پرته یعني په ښه ډول ترسره شي، په ولس کې به د سیاسي نظام ریښې غښتلې شي او خلک به له حکومت او امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

په فارین پالیسي خپرونې کې بل مضمون حمید صبوري لیکلي او هغه هم په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو په اړه دی.

په مضمون کې راغلې چې؛ په افغانستان کې د موجودو ستونزو او له انتخاباتو مخکې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له امله دوې لارې په مخ کې دي.

یوه لار داده، په هغو سیمو کې چې امنیت یي ښه دی، د ۲۴ ساعتونو لپاره دي د راي ورکوونې بهیر دوام وکړې او وروسته دي افغان امنیتي ځواکونه په نورو سیمو یا انتخاباتې حوزو کې د امنیت د تامین په مقصد لاړ شي او خلکو ته دي د راي ورکولو امکانات برابر کړي.

د ورځپاڼې په باور، دوهمه لار داده چې انتخابات دي د زونونو په سطحه تر سره شي.

په دې معنی کله چې په یوه زون کې رايي ورکوونې خلاصي شي په بل زون کې دي پیل شي او په دي توګه به د یوې اوونۍ په جریان کې د جمهوري ریاست انتخابات تر سره شي.

حمید صبوري د فارین پالیسي خپرونې په مضمون کې وړاندي لیکي:

په داسې یوه حالت کې به افغان امنیتي ځواکونه فرصت ولري چې؛ په یوه زون کې له انتخاباتو وروسته بل زون ته لاړ شي او هلته به د رايي ورکولو امکانات برابر کړي.
XS
SM
MD
LG