د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۵

سانچارکي: نړېواله ټولنه دې د سولې په اړه پر پاکستان فشار راولي



راپور: ناجیه ساپۍ

د افغان حکومت سیاسي اپوزیسون وايي، تر هغې چې نړېواله ټولنه پر پاکستان فشار رانه وړي د سولې په اړه به د افغان حکومت شرایط ونه مني.

د ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ایتلاف ویاند فاضل سنچارکي له ازادۍ راډيو سره خبرو کې وویل چې؛ د نړېوالې ټولې له فشار پرته به پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي راتلونکې سفر هم کومه مهمه لاسته راوړنه ونه لري.

له بلې خوا ځیني افغان کار پوهان په دې باور دي چې؛ د پاکستان نوي حکومت د سولې په اړه د دې هېواد په پالیسیو کې بدلون راوستی او همکارۍ تمه ترې کیدای شي.

په افغانستان کې د سیاسي اپوزیسیون یوه ډله ملي ایتلاف وايي چې؛ افغان حکومت باید په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې له حضوره په استفادې پر پاکستان فشار راوړي ترڅو د سولې په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

د ملي ایتلاف ویاند سید اقا فضل سنچارکي د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ کافي اسناد او شواهد شته چې د تروریزم اصلي ځالې په پاکستان کې دي او د همدې اسنادو په اساس نړېواله ټولنه باید پر پاکستان خپل فشارونه زیات کړي.

نوموړي وویل چې؛ اسلام اباد ته د جمهور رییس د سفر په درشل کې به هم د سولې له پروسې سره د پاکستانیو چارواکو د همکاریو ژمنې نتیجه ورنه کړي:

((دغه ژمنې تل د پاکستان له خوا شوي، خو عملي ګامونه نه دي پورته شوي، افغان حکومت کولای شي چې له خپلو امکاناتو ګټه واخلي، په ځانګړې ډول د نړېوالو حضور په افغانستان کې، باید له دې لارې پر پاکستان فشار وارد کړي، ترڅو پاکستان عملي تضمین ورکړي او عملي ګامونو په پورته کولو سره ثابت کړي چې؛ د سولې په برخه کې د خبرو لپاره چمتو دی او همکاري کوي.))

پاکستاني چارواکي تمه لري چې؛ افغان ولسمشر حامد کرزی به په نږدې راتلونکې کې اسلام اباد ته سفر وکړي.

نوموړي ته د دې سفر بلنه په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز کابل ته په خپل وروستي سفر کې ورکړې وه.

خو جمهور رییس حامد کرزي خبرداری ورکړ چې پاکستان ته یې سفر باید نتایج ولري که نه نو دواړو هیوادونو ته به معکوس نتایج ولري.

که څه هم تراوسه افغان حکومت نه دي ویلي چې جمهور رییس کرزی به کله پاکستان ته سفر کوي خو پر دې یې تینګار کړی چې باید ددې سفر په اجنډا مخکې له مخکې کار وشي.

له بلې خوا ځیني افغان کار پوهان هم هیله ښیي چې اسلام اباد ته د ولسمشر کرزي دغه سفر به د دواړو هېوادونو د اړیکو په برخه کې یو نوی پیل وي.

د سیاسي چارو کار پوه طوفان وزیري له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې په پاکستان کې دنوې حکومت په راتګ سره دسولي په برخه کې د دوي په تګلاره کې وا وضح بدلون ترسترګو کیږي.

جمهور رییس حامد کرزي تراوسه نولس ځلې پاکستان ته رسمي سفرونه کړي دي.

په وروستیو څو سفرونو کې هم پاکستانیو چارواکو ورسره ژمنه کړې وه چې د افغانستان د سولې له پروسې سره به مرسته کوي، خو افغان چارواکي وايي، تراوسه دې هیواد صادقانه همکاري نه ده کړې.

افغان دولت وايي چې؛ پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او باید چې د خبرو میز ته یې ورسره کښینوي.

تراوسه معلومه نه ده چې ایا د پاکستان نوی حکومت به هغه څه وکړي چې د افغانستان حکومت یې له وسلوالو طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د پاکستان ریښتیني همکاري بولي.
XS
SM
MD
LG