د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۶

"د سروبي ولسوالۍ سیلاب ځپلې کورنۍ بنيادي مرستو ته ضرورت لري"

د انتقال د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي د یکشنبې په ورځ د کابل د سروبي ولسوالۍ له سیلاب ځپلو کورنیو سره وکتل.

نوموړي د سیمه ييزوچارواکو او ځايي اوسیدونکو له کتنې وروسته ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وویل؛ چې ډیرو خیریه اداره د سروبي ولسوالۍ سیلاب ځپلو کورنیوسره مرستې کړي؛ خو دا مرستې بنيادي نه دي.

دی وايي، په همدې موخه دی یادې سیمې ته راغی او د خلکو هغه ټولې غوښتنې او اړتیاوې به له ولسمشر سره شریکې کړي؛ ترڅو د دغو ځپل شویو کورنیو لاس نیوی وشي:

"زه راغلم او دلته مې له مسوولینو او له ځپل شویو کورنیو سره وکتل؛ دوی سره په بېلابېلو برخو کې مرستې شوي؛ خو بینادي مرستې نه دي،نو په همدې خاطر مې د ځپل شویو کورنیو غوښتنې او اړتیاوې له ځانه سره یاداښت کړې؛ زه همدا نن یو ساعت وروسته له ولسمشر سره د دغو خلکو اړتیا وې او غوښتنې شریکوم، چې ورسره بنیادي مرستې وشي."

ښاغلي اشرف غني احمدزي په سروبي ولسوالۍ کې له میشتو ملي اردو ځواکونو څخه مننه وکړه چې؛ له خلکو سره يې په وخت مرسته کړې او ګڼ شمېر کسان يې د سیلاب له خطره ژغورلي دي.

د ویلو ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د سختو بارانونو له امله د کابل په سروبي ولسوالۍ کې سیلاب راووت، چې په لسګونو کسان يې ووژل او په همدې اندازه نور يې زخمیان کړل.

راپور: شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG