د کورنیو چارو وزارت وايي، په تیرو دوو ورځو کې یې په کندز، بغلان او پکتیکا ولایتونو کې د وسله والو طالبانو تروریستي حملې شنډي کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو طالبانو هڅه و کړه چې، د اختر په ورځو کې هم پر امنیتي ځواکونو حملې وکړي؛ خو په دې کار بریالي نشول.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي د جمعې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې؛ امنیتي ځواکونه توانیدلي په تیرو دوو ورځو کې په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د تروریستي حملو مخه و نیسي:
"طالبانو د اختر په لومړې او هم په دوهمه ورځ په څو ځایونو کې حملو ته لاس وهلی خو خوشبختانه د پولیسو له خوا د دوی حملې په کندز، بغلان او پکتیکا کې شنډې شوي دي. دوی هڅه و کړه چې امنیت ګډوډ کړي خو ناکامه شول."
ښاغلي صدیقي دغه راز زیاته کړه چې؛ په همدې موده کې یې یو شمیر مشکوک کسان هم نیولي دي.
نوموړي د اختر په شپو ورځو کې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د خاصو امنیتي تدابیرو ډاډ ورکړ.
خو تر دې یوه ورځ مخکې د اختر په لومړۍ ورځ د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې په یوه قبر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې په پيښه کې څوارلس ملکیان ووژل شول.
په وژل شویو کې د یوې کورنۍ یولس ښځې او درې ماشومان شامل وه.
خو د ننګر هار چارواکو بیا یوازي د نهه ملکیانو د ټپي کیدو خبر تاید کړ.
که څه هم کومي ډلې تر اوسه د دې پيښې مسوولیت نه دی منلی؛ خو چارواکي تل وسله وال طالبان په دا ډول حملو کې په لاس لرلو تورنوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز له خلکو وغوښتل؛ چې د امنیت د لا ښه کیدو لپاره له دوی سره همکاري وکړي:
"امید واره یو چې خلک خپلې همکارۍ جاري و ساتي. د افغانستان ملي اردو او ملي پولیس نن د خلکو له بشپړ ملاتړ نه برخمن دي. د دوی همکاري د ستاینې وړ ده نو انشاالله چې که د دوی حمایت وي، دښمن به هیڅ هم و نشي کړای."
حکومتي چارواکي په داسي حال کې د کلکو امنیتي تدابیرو خبره کوي؛ چې په تیره یوه اونۍ کې ننګرهار د پر له پسې انتحاري حملو او چاودنو شاهد وو.
که څه هم وسله والو طالبانو تل ادعا کړې چې؛ د حملو پر مهال د ملکیانو ژوند ته پاملرنه کوي، خو په کندهار او ننګرهار کې د تیرې یوې اونۍ حملو اکثره قربانیان ملکیان وو.