د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۰

په خيبر پښتونخوا کې افغان کډوالو کوچنى اختر ولمانځه


په خيبر پښتونخوا کې مېشتو افغان کډوالو ددغه ايالت په ډېرو افغان کمپونو او ښاري سيمو کې نن کوچنى اختر ونمانځه.

افغان کډوالو د تېر په څېر دا ځل هم له سعودي عربستان سره روژه نيولې وه او اختر يې هم د همدې هېواد د مياشت ليدنې د اعلان پر بنسټ ونمانځه.

افغان کډوالو د خيبر پښتونخوا په افغان مېشتو کمپونو، لکه: اکوړي ، شمشتو ، مانسهرې، ځنګلي ، ارمړو ، ناګمان او نورو ډېرو کمپونو کې نن د کوچني اختر نېکمرغه ورځ ونمانځله.

همداز د پېښور ښآر په افغان مېشتو سيمو، لکه: بورډ، ناصر باغ، کچه ګړۍ، شاهين ټاون، حاجي کيمپ او نورو اړوندو سيمو کې هم مېشتو افغانانو د کوچني اختر لومړۍ ورځ په مذهبي ولولو او درناوي ونمانځله.

خو ډېرى افغان کډوال شکايت کوي، چې که څه هم دوى له سعودي عربستان سره روژه نيسي او اختر هم ددغه هېواد د اعلان له مخې ، خو په پېښور کې بيا د بنديزونو له امله د اختر په لومړۍ ورځ لمونځ نشي کولاى. په دې اړه يو افغان کډوال ازادۍ راډيو ته وويل:

" زما نوم رحمت الله دى، د ننګرهار ولايت يم. اختر ځينو ځايونو کې شوى او ځينو کې نه دى شوى، ځکه دلته پابندي لګېدلى، لمونځ نه کېږي، نو همدا لامل دى چې موږ اختر نه دى کړى."

يو بل افغان کډوال هم له همدې ستونزې شکايت کوي، د هغه په وينا په سيمه کې د پوليس له ويرې د اختر لمونځ نه کېږي:

"موږ په پاکستان کې هر ځل څلور اخترې نمانځو، هر کال غټ اختر وي که وړوکى، موږ يې له سعودي عربستان او نورو اسلامي هېوادونه کوو، خو بيا دلته په لمونځ پابندي وي، موږ د اختر په لومړۍ ورځ لمونځ نه شو کولاى، چې د اختر خوند بيخي راپيکه کوي."

ظريف خان، چې له څلوېښتو کالو راهيسې په پېښور کې مېشت دى، له ازدۍ راډيوسره د خبر پر مهال په افغانستان کې پر جګړې ښکېلو ډلو غږ وکړ، چې په افغانستان کې دې له جګړې لاس واخلي، ترڅو افغانان په خوشحاله او ارامه توګه اختر ونمانځي:

" زه افغانانو وروڼو ت دا پېغام لرمه، چې دې اختر کې دې نور افغانان نه کړوي، هغوى دې نه په عذابوي. او هغوى ته دې يو خوشحاله او ښه پېغام ورکړي."

د پاکستان د مياشت ليدنې اداره يا رويت هلال کومېټه، چې هر ځل د نورو اسلامي هېوادونو پرخلاف روژه يو وروسته نيسي، دا ځل هم د تل په څېر روژه يوه وروسته نيولې او د اختر يې هم د اګست په نهمه نېټه اعلان کړى دى.

که څه هم د پاکستان د نوي ټاکل شوي حکومت د مذهبي چارو وزير ويلي وو، چې دا ځل به ددغه هېواد ټول اوسېدونکي اختر په يوه ورځ ونمانځي، خو د هغه د ادعا برعکس دا ځل هم د نورو کلونو په څېر د اخترد مياشت پر ليدو يا نه ليدو ناندرۍ روانې وې چې له امله يې په دغه ايالت کې پر ميشتو افغان کډوالو سربېره د شمالي وزيرستان، مومند ايجنسي، خيبر ايجنسۍ، باجوړ ايجنسي، شبقدر، بنو او نورو لرې پرتو سيمو ځايي اوسېدونکيو هم ددغه هېواد د رويت هلال کومېټې د پريکړې پر خلاف او د سيمه ييزو علماوو د پريکړې پر اساس نن کوجنى اختر ونمانځه.

راپور: ذبيح الله شفق، پېښور
XS
SM
MD
LG