اختر د خوشحالیو ځانګړي ورځې وي، خو په افغانستان کې اوس په سلګونو داسې کورنۍ شته چې دا به یې لومړنۍ اختر وي، چې د خپلې کورنۍ د یوه غړي او دوست د بیلتون غم یې ژړوي.
په افغانستان کې د سید پاچا کورنۍ یوه له هغو کورنیو څخه ده، چې وايي، له اختره څو ورځې مخکې یې د یوه ځوان د مرګ څلویښتي پوره شوه.
د سید پاچا یو ځوان زوی په کابل ښار کې په یوه ځان وژونکې حمله کې وژل شوی دی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر ویلي چې؛ د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په جګړو او ناامنیو کې 1319 تنه ولسي خلک وژل شوي دي.
کوچنی اختر چې؛ د مسلمانانو لپاره د خوشحالۍ ځانګړي ورځې دي، په افغانستان کې د یادو او سلګونو نورو وژل شوو افغانانو پر کورنیو په داسې وخت کې راځي، چې دوي د خوشحالیو نه بلکې د غم پر تغر ناستي دي.
له دغو کورنیو څخه یوه هم د سید پاچا کورنۍ ده، چې د کابل ښار په ( نود فامیلي) سیمه کې ژوند کوي او د دې کورنۍ یو 23 کلن ځوان د ارګ ختیزې دروازې ته نږدې په وروستۍ ځان وژونکې حملې کې وژل شوی دی.
دغه ځوان اجمل نومیدی او له بهرنیو ځواکونو سره یې د ساتوونکې په توګه کار کاوه.
د اجمل پلار سید پاچا ازادۍ راډیو ته د خپل زوی د وژل کېدو کیسه داسې وکړه.
“په شش درک کې یې پیره وه، په دریمه دروازه کې، له لومړۍ دروازې چې د ځان وژونکو موټر تیريږي، په دریم خط کې چاودل کیږي او شپږ تنه یو ځای وژل کیږي.
موږ ولاړو د امنیت له روغتون څخه مو یې جنازه واخیسته.
یکشنبه یې 40 مه ورځ وه او هیچا دروازه را خلاصه نه کړه، چې دا بېوزلي په څه حال کې دي.”
ښاغلی پاچا لس زامن او یوه لور لري، اجمل یې دریم زوی و، چې له دولسم ټولګي فارغ سوی و.
د راپورونو له مخې په افغانستان کې په جګړو کې د ښځو او کوچنیانو تر څنګ ډیر کله د کورنیو مشران او ډوډۍ راوړونکې وژل شوي دي.
د اجمل کشر ورور رومل وايي، مشر ورور به تل پر دوی د درس ویلو ټینګار کاوه او یوازي یې د کور لپاره ډوډۍ نه ګټله بلکې د دوی لپاره یې د درس ویلو زمینه هم برابره کړې وه.
“داسي ورور و، چې زموږ سره یې همکاري کوله، کار یې کوی زموږ د کورس پیسې یې راکولې، د کور لپاره ډوډۍ ګتوونکی وو، قلم، کتابچه او لباس یې هم راکوی.
تل یې دا ویل چې درسونه ووایاست او ځانونه ورسوی، دولت هیڅ پوښتنه ونه کړه، نور څه مو نه ځني غوښته غمرازۍ ته مو اړتیا درلوده.”
د وژل سوي اجمل خور تمنا بیا له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د ورور تر وژل کېدو وروسته خوشحالیو مخ ځني اړولی او په ژوند کې یې د پخوا په ډول خوند نسته.
تمنا په ژړه غوني ږغ وايي، کوچنی اختر ځکه مانا نه ورته لري، چې د جنګ توري بلا یې ځوان ورور خوړلی دی:
“په ټولګی کې وم یو ورور مي راغلی ویل یې د ورور پښه ژوبل سوې ده، زه په چغو راکښته سوم او په لار کې مي بل ورور ولیدی، کور ته چې راغلم جنازه مي ولیده.
دا زما لپاره هیڅ اختر نه دی، یو تریخ اختر دی، کله چې نور وروڼه مي وي او هغه نه وي نو اختر زما لپاره څه مانا لري؟”
د سید پاچا تر څنګ په دې کوچني اختر کې سلګونه کورنۍ د غم پر ټغر ناستي دي او خوشحالۍ ځني پاته دي.
خو دا یوازي دا کوچنی اختر نه دی، بلکې په شا او خوا تیرو درو لسیزو کې جګړې افغانان له دغه ډول حالت سره مخ کړي دي.
د وژل سوي ځوان پلار ښاغلی پاچا د زوی تر مرګ وروسته بیا هم په هیواد کې یوازي سوله غواړي.
نوموړی پر وسله والو طالبانو ږغ کوي، چې د سولې له بهیر سره یو ځای سي:
“بهرنیان باید د جګړې لپاره افغانستان ته پرېنښول سي، زموږ خپل طالبان باید د پردیو په خوله ونه کړي، له دولت سره یو ځای سي.
دا زما پیغام دی، چې نور باید مسلمان وژنه ونه سي.”
پخوانیو خلکو رښتیا ويلي، چې په جګړه کې حلوا نه ویشل کیږي، بلکې انسان وژنه، د ولسونو بربادي، له پرمختګ پاته کېدل او د پردیو سیاستونو قرباني کېدل دي.
په افغانستان کې هم روانه جګړه یوازي ولسي خلک تر ځان نه قربانوي، بلکې ډیر کله هغه کسان هم وژني، چې وسله یې په لاس کې وي.
که په دې هیواد کې یو افغان پولیس، پوځي یا امنیتي کس او یا یې په مقابل کې وسله وال طالب وژل کیږي، دوی بیا هم له یوې افغانې مور څخه دي او کورنۍ به یې په غمجنه کیږي.
معصوم میوند- کابل