هند په جلال اباد کي د شنبې ورځې په پېښه کې د قرباني شویو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
په کابل کې دهندوستان سفیر امر سینها د سې شنبې په ورځ جلال اباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د شنبې ورځې د پيښې له قربانیانو سره د مرستې تر څنګ د قربانیانو له کورنيو سره يې ځپله ژوره غمرازي هم ښکاره کړه.
تيره شنبه په جلال اباد کې د هند قونسلګری ته نیږدې د موټر په واسطه ځان وژونکی برید شوی و،چې په پایله کې نهه تنه عام وګړي ووژل شول او دارنګه یویشت تنه نور ټپيان شول.
دهندسفير په یاده پېښه کې د هر وژل شوي کورنۍ ته لس زره ډالر او زخميانو لپاره په عمومي توګه شل زره او لس زره د هغه شهيد شوي جومات،چې په دې پېښه کې يي ورته زیان ورسید وسپارلې.
دی وايي له هغه ځایه هندي چارواکو ورته امر کړی و،چې جلال اباد ته راشي او په پېښه کې د قرباني شویو کسانو له کورنیو سره مرسته وکړي.
نوموړي وویل،چې دا باید افغان چارواکي معلومه کړي،چې د دوی پر قونسلګری برید د چا لخوا شوی،خو نوموړي وویل،چې عامه توګه دا ښکاره خبره ده،چې افغانستان ته ترهګر له پخوانه د سرحدي سیمو له لارې راغلې.
"دیر لوړ شک دادی،چې دا کار چا کړی دی،خو ددې پيښې د معلومولو دنده د ننګرهار ولايتي اداره ده او تر څو،چې معلوم شوي نه وي له وړاندې نه يي ویل ښه نه دي خو په عمومي توګه ویلی شم،چې افغانستان ته چې څومره خطره ده،هغه د سرحدنه اخوا ورته ده ،په دې باندې ټول پوهیږي"
سفير سینها وویل،چې که څوک وغواړي په دا ډول پيښو د هندوستان او افغانستان اړیکې خړې پړې کړي دا به د هغوی غلطه پاليسي وي.
نوموړی ټينګار وکړ،چې هندوستان د افغانستان دوست هېواد دی او خپلې اړیکې به نورې هم دوستانه او ټینګي ساتي.
راپور: شاه محمود شینواری - ننګرهار