چارواکي وايي، بهرنيو ځانګړو سرتېرو او طالب وسله والو په غزني کې پر پاڅون کوونکيو او عامو وګړو بريدونه کړي دي، چې پکې ديارلسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په وژلو شويو کسانو کې يو ښوونکی او سپين ږيری شامل دي .
چارواکي وايي، بهرنيو ځانګړو سرتېرو پرون د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پر يو ښوونکي او د ولسي پاڅون پر څو جنګياليو ډزې کړې دي، چې پکې دوه تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، وژل شوي ښوونکي په خپل باغ کې کار کاوو او د پاڅونوالو موټر پر لويه لاره روان وو، چې بهرنيو ځانګړو سرتېرو په نښه کړي دي.
دی د وژل شوي ښوونکي نوم محمد زي ښيي.
"په اندړو ولسوالۍ کې ځای پر ځای شوي د سپېشل فورس ټيم د معلم محمدزي په نامه پر يو ښوونکي باندې د هغه په کرونده کې ډزې کړې دي، چې له امله یې معليم صاحب په شهادت رسېدلی دی، وروسته بيا همدغه د سپېشل فورس ټيم د ملي قيام د عبدالله په ګروپ هم ټکونه کړي دي، چې څلور تنه يې ورڅخه ټپيان کړي او له ډلې یې يو کس بيا وروسته په شهادت ورسېده."
دېسيوال وايي، په دې سربېره د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکيو پر يو موټر بيا طالب وسله والو ډزې کړې دي، چې پکې اووه تنه ژوبل شوي او يو سپين ږيری وژل شوی دی.
دی وايي، د ولسوالۍ اوسېدونکي يې غزني ښار ته د سودا په اخيستلو پسې تللي وو، چې له هغې خوا پر لاره طالبانو ورباندې بريد کړی دی.
"د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي غزني ښار ته تللي وو، چې روژه مات او اختر ته سودا واخلي، کله چې هغوی بېرته د ولسوالۍ خوا ته را روان وو، پر لاره ورباندې طالبانو بريد کړی دی، چې پکې اووه تنه ټپيان شوي او يو سپين ږيری په شهادت رسېدلی دی."
تر اوسه پورې لا بهرنيو سرتېرو او طالب وسله والو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.