د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د ایران نوی ولسمشر د خدمت لوړه وکړه


د ایران نوی جمهور ریس حسن روحاني پرون د خدمت لوړه وکړه . روحاني د دې هېواد د پارلمان په وړاندې تر لوړې وروسته خپله نوی کابینه هم معرفي کړی.

په تهران کې په دې ځانګړو مراسمو کې د نړۍ د پينځوسو هېوادو استازو برخه درلوده .

د ایران ولسمشر حسن روحاني د خدمت د لوړی پر وخت وویل چې؛ د خپل هېواد اساسي قانون ته به وفادار پاتې شي او د اسلامي جمهوري له اصولو به دفاع کوي:

(زه د قران مجید او د ایران د ولس په وړاندې پر قادر او متعال خداي لوړه کوم چې د خپل هیواد د رسمي مذهب ، د ایران د اسلامي جمهوري، او اساسي قانون ملاتړ به کوم.)

په تهران کې د حسن روحانی د لوړې په مراسمو کې د زیاتو بهرنیو هېوادونو میلمنو ګډون کړی وو چې؛ د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي پخوانی مشر خاویر سولانا، د افغانستان، قزاقستان ، ترکمنستان او پاکستان ولسمشران او د شمالي کوریا څخه لوړ رتبه هیات په کې شاملیږي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یې د شنبې په ورځ حسن روحاني د دې هیواد د نوی ولسمشر په توګه تایید کړ.

د ایران د اساسي قانون له مخې د دې هیواد د د ولسمشرۍ لپاره د ټاکنو ګټونکی د مذهبي مشر د تایید له ترلاسه کولو وروسته د خدمت لوړه کولای شي.

نوی ولسمشر حسن روحاني څلور شپيته کلن دی او د ایران د ټولنې په مذهبي کړیو کې پيژندل شوې څيره ده . دی به د ایران د اسلامي جمهوري اووم ولسمشر وي.

رویټرز خبري اژآنس وايي، د جون په میاشت کې د ایران د جمهوري ریاست لپاره د روحاني بریالي کیدو دا هیلې پيدا کړې چې ښايي د دې هیواد د اټمي پروګرام په اړه لانجې ته د مذاکرو له لارې حل پيدا شي او په منځني ختیځ کې به د یوې نوې جګړې د امکان مخنیوی وکړی.

د رویټرز په حواله ، حسن روحاني به د جمهوري ریاست په دوره کې له سترو ستونزو سره مخامخ شي لکه انفلاسیون چې تیره میاشت یې اندازه ۴۲ فیصدو ته ورسیده .

نوی جمهور ریس باید خلکو ته زیات کارونه پيدا کړي، په دې هیواد کې د محافظه کارو ، منځ لارو او اصلاح غوښتونکو ترمنځ سیاسي اختلافات کم کړي.

د ایران د نوي ولسمشر لپاره به یوه بله ستونزمنه مسله د دې هیواد د پارلمان قانع کول وي تر څو د ده کابینې ته راییه ورکړي.

حسن روحاني په ملګرو ملتونو کې ددې هیواد پخوانی سفیر محمد جواد ظریف د ایران د بهرنیوچارو د وزیر او د نفتو پخوانی وزیر بیژن زنګه یې د نفت د وزارت لپاره معرفي کړی چې باید د پارلمان تایید واخلي.

د ایران د پارلمان ریس علي لاریجاني ویلي چې د کابیني پر لست به راتلونکي اونۍ غور وکړي. د کابیني لپاره په نویو وړاندې شوي لست کې د ښځو نومونه نشته خو حسن روحاني د ښځو د حقونو لپاره د خدمت ژمنه کړې ده:

(خلک تغیر ، مثبت بدلون او سرلوړي غواړي. خلک غواړي چې له فقر او تبعیض څخه لرې ژوند وکړي. )

حسن روحاني چې یو مهال یې د ایران په اټمي لانجه کې د ایران د مذاکره کونکي هیات مشر وو د لوړې په مراسمو کې دې مسلې ته اشاره ونه کړه خو ویې ویل چې مذاکرې د حل لاره ده:

(زه په صراحت وایم چې که مناسب ځواب غواړی نو له ایران سره د تکریم په ژبه خبرې وکړی نه د تحریم .)

د امریکا متحدو ایالاتو ویلي چې د ایران د نوي ولسمشر ټاکل کیدل ښه موقع ده چې ایران د خپل اټمي پروګرام په اړه د نړیوالو د اندیښنودلرې کولو لپاره کار وکړي.

د سپنې ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې که چیرې د ایران نوی حکومت د خپلو نړیوالو تعهداتو د ترسره کولو او د اتمي لانجې د سوله ایز حل لپاره اساسي اوجدي ګامونه پورته کړي نو متحد ایالات به همکاري ورسره وکړي.
XS
SM
MD
LG