د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۴

د ملي لوبډلې د کمپتان پلار د تښتونکو له منګلو څخه راخلاص شو


د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې د کمپتان پلار د تښتونکو له منګلو څخه راخلاص شو.

د ننګرهار د ولایت ویاند احمدضياعبدالزی وايي،چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کپتان محمد نبي عیسی خېل پلار چې څه موده وړاندې د ناڅرګندو کسانو لخوا تښتول شوى وو،د تښتوونکو له منګولو خلاص او پرون دشنبې په ورځ خپلې کورنۍ ته وسپاره.

عبدالزی وايي،چې د ننګرهار ولایتي اداره له هغه مهاله،چې د محمدنبي پلار تښټول شوی دوی يې د خوشې کیدو په هڅه کې وه،چې بلاخره بریالي شو او د ملي امنیت کارکوونکو د نوموړي د تښتونې په تور دوه تنه نيولي هم دي،چې ترې پلټنې روانې دي.

د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د عیسی خېل پلار له تښتول کیدو وروسته د پاکستان تېراه سیمې ته وړل شوی،چې وړمه شپه اچین ولسوالۍ ته انتقال او نن يې کورنۍ ته وسپاره.

دوی وايي،په دې قضيه کې د پيسو معامله نه ده شوې او یوازې د ولایتي ادارې او د ملي امنیت کارکوونکو په هڅو راخوشې شوی.
XS
SM
MD
LG