د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۳

د امریکا پیسو په افغان پوهنتون کې زړونه خپل نکړل


امریکا چاپ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: د امریکا پیسو په افغان پوهنتون کې زړونه خپل نکړل – تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په ننګرهار پوهنتون کې یي د طالب پلویو یا بنسټ پالو محصلانو د فعالیتونو په اړه زیاتې څرګندونې کړي دي.

ورځپاڼه لیکې: ننګرهار پوهنتون چې د افغانستان دوهم ستر پوهنتون دي، د امریکا د مالیې ورکوونکو په پیسو یي لیلې، صنفونه او د کمپیوتر لابراتوارونه جوړ شوي، خو په پوهنتون کې اسلام پالې محصلان چې له طالبانوسره خواخوږې لري، فعالیت کوي.

ورځپاڼه د پوهنتون د اداري چارواکو له خولې لیکې چې دا پوهنتون د خپلو ۴۵۰ استادانو او علمي کدرونود معاشونو او نورو لګښتونو لپاره په میاشت کې ۲۰ میلونه افغانۍ عادي بودجه لري.


وال سټریټ ژورنال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو د شوری د رئیس چې ځان یي پخپله رئیس ټاکلی او خپل نوم یي حماد ښودلی، خبره راخیستي چې وایي: طالبان له افغانستان څخه دفاع کوي او بهرنیان یرغلګر دي.


ورځپاڼه ليکې: د ننګرهار پوهنتون محصلان وایي، دا شوری دومره منظم فعالیت کوي چې؛ په یوې خبرتیا سره په سلونو کسان لارو او کوڅو ته باسي او اکثر وختونه د کابل – جلال آباد- طورخم لویه لار هم بندوي.

دوي په لاریونونو کې د طالبانو سپین او د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي ډلې زرغون بیرغونه هم پورته کوي.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي، د ننګرهار پوهنتون د محصلانو د شوری مشر ۲۴ کلن حماد د بغلان اوسیدونکی دی او فعالیتونه یي یوازې په دې پوهنتون کې محدود ندي. دي شوری په مي میاشت کې د کابل پوهنتون په مظاهرو کې هم ګډون کړی و.

ورځپاڼه لیکي:

په ننګرهار پوهنتون کې چې د امریکا زیاتې پیسي پکې مصرفیږي، د بنسټ پالنې یا افراطیت زیاتیدل دغه علمی مرکز ته په تیرې یوې لسیزې کې د مالیي ورکوونکو امریکایانو د پیسو په مقابل کې د ښه نیت نه ښودل دي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه وړاندي لیکې: اوسني او پخواني امریکایي چارواکې په ننګرهار پوهنتون او نورو کې په افراطیت خبر دي. یو امریکایي چارواکی وایي: مونږ بالکل خبر یو چي په ننګرهار پوهنتون کې دا ډول کسان شته، خو خبره داده ، کله چې تاسي په ټولنه کې د پرمختګ او پراختیا ستر بدلون وینۍ، نو دا ډول شیان به په پوهنتون کې هم ګوري.

واشنګټن پوست ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکایي ډپلوماتانو د شمير او د بیا رغاونې پر پروژو باندي د څار د کمیدو په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوې برخي کې یي لیکي:

کله چې متحده ایالاتو ۱۲ کاله وړاندي افغانستان ته ځواکونه واستول، د بهرنیو چارو وزارت په سلونو ډپلوماتان دي هیواد ته واستول چې د امریکا له خواد سترو جوړیدونکو پروژو او پراختیایي برخو کې د پانګوونو څار وکړي. دا مهال دا څار مخ په ختمیدو دی.

ورځپاڼه لیکې: تقریبا ټول امریکایي ډپلوماټان په کابل کې بند دي او دا ځکه چي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور کم شوی دی. د امریکا پوځ به په تیر وخت کې د ملکې کارکوونو د امنیت او انتقال چارې پر مخ وړلي.

واشتنګټن پوست وړاندي لیکې: د امریکا د بهرنیو چار وزارت په غیر عادي ډول یو پلان برابر کړی چې له مخي به یي د پروژو د څار لپاره شخصي څارونکې وګماري.

دا کسان به د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د پروژو د څارنې پر مهال عکسونه اخلې، ځاي او وخت به یي ثبتوي.
XS
SM
MD
LG