د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د زرداري د کاري دورې لاسته راوړنې او ستونزې


د جمهوري ریاست د څوکۍ لپاره دوه تنه کاندیدان دي چې ویل کیږي د صدراعظم نوازشریف د ګوند کاندید به دغې څوکۍ ته غوره شي.

کله چې اصف علي زرداري د ۲۰۰۸ کال په سپټمبرکې د جمهورریس په توګه په کار پیل وکړ، هیچا باورنه درلود چې نوموړی به خپله پنځه کلنه دوره پای ته ورسوي.

خو زرداري چې په سپټمبرکې یې د جمهوري ریاست دوره پای ته رسیږي، دا وښوده چې د جمهورریس په توګه له ستونزو ډکه دنده یې ترپایه ورسوله. پاکستانیان بیا د هغه د دورې په اړه بیلابیل نظرونه لري.

په دې موده کې د زرداري یوه لویه لاس ته راوړنه چې ترډیره پرې عام توافق موجود دی، په ۲۰۱۰ کال کې په اساسي قانون کې تعدیل راوستل و. په دې کارسره نوموړی لومړنی واکمن دی چې په خپله خوښه د جمهوري ریاست یوشمیرصلاحیتونه صدراعظم او څلورو ایالتونو ته انتقالوي.

سیاسي کارپوه حسن عسکري وایي، د هغه د پاکستان د پیپیلز ګوند، په اساسي قانون کې اصلاحات په هیواد کې د ډموکراسۍ او فدرالي سیستم د پیاوړي کیدو په خاطرراوستل.

نوموړی په دې کارکې د زرداري رول د اهمیت وړبولي چې اقلیت واکمن حکومت یې وتوانید له خپلو زړو سیالانو سره ایتلاف ټینګ وساتي.

د عسکري په وینا زرداري په دې کارسره چې حکومت یې په ایتلاف کې شاملې مختلفې ډلې وساتلی شوی، په سیاسي ډګرکې خپل مهارت په ډاکه کړ.

اتلسم مهم تعدیل د اساسي قانون په نژدې سلو مادو کې بدلون راوست چې له مخې یې اتلس وزارتونه ایالتونو ته انتقال او صدراعظم ته د دې واک ورکړل شو چې لوی درستیز وټاکي.
د زرداري په پنځه کلنه دوره کې دغه راز د لومړي ځل لپاره په دغه هیواد کې واک له یوه ملکي حکومت څخه بل منتخب حکومت ته وسپارل شو.

خو د زرداري پنځه کلنه دوره له ډیرو ستونزو سره هم مله وه. په دې دوره کې امنیتي وضعیت ډیرخراب او اقتصاد ځپل شوی او د اهیواد د بریښنا له کمي سره چې په تاریخ کې یې ساری ندی لیدل شوی، مخامخ شوی دی.

زرداري دغه راز تورن شوی چې د سیاسي ثبات لپاره یې اداري فساد ‌زغملی دی. د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه بابرستاروایي، له ټولو لاس ته راوړنو سره سره په مجموع کې د زرداري دوره منفي وه.

دی وایي، زرداري خپله دوره ځکه بشپړه کړه چې د خپلو پلویانوملاتړیې کاوه. د ستار په وینا زرداري ونه توانید چې د سخت دریځو وسله والو په وړاندې اقدام وکړي او همدا علت دی چې نن ورځ دی له ګواښ سره مخامخ دی.

زرداري دغه راز د عدلي اوقضایي ادارې له خوا د فساد له هغو تورونو سره هم مخامخ وچې په نویمه لسیزه کې پرده لګول شوي دي، هغه وخت ده د خپلې میرمنې د صدراعظمۍ په موده کې مختلفې دولتي دندې مخ ته وړلې.

بې نظیربهوټو د ۲۰۰۷ کال په ډسمبرکې له وژل کیدو د مخه په نویمه لسیزه کې دوه ځلې د صدراعظمې په توګه دنده ترسره کړې وه.

زرداري په نویمه لسیزه کې د فساد د څوتورونو په خاطرمحاکمه شوخو یوه دوسیه یې چې په سویس کې د توروپیسو د سپینولو وه، تر۲۰۰۷ کال پورې فیصله نه شوه. په دې کال هم دغه دوسیه وروسته له هغې وتړل شوه چې د بهوتو او د وخت د جمهورریس پرویزمشرف ترمنځ یوه معامله وشوه.

په ۲۰۱۱ کال کې قضایي هیت صدراعظم یوسف رضا ګیلاني ته هدایت ورکړچې د سویس پر محکمې فشارراوړي چې دغه دوسیه بیرته پرانیزي خو ګیلاني او د پیپلزګوند نوروملګرویې له دې کارڅخه ډډه وکړه.

ګیلاني د سترې محکمې له خوا سلب اعتماد او له صدرات څخه لیرې شو چې وروسته د هغه ځای ناستي راجا پرویز اشرف ته هم ګواښ وشوچې که دی د زرداري د فساد دوسیه راونسپړي، نوبه ورته چلند ورسره وشي.

په داسې حال کې چې زرداري د جمهوری ریاست له څوکۍ څخه لیرې کیدوته تیارۍ نیسي، د نوازشریف په مشرۍ حکومت سویسي چارواکو ته په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې د زرداري د فساد دوسیه بیرته رابرسیره کړي.

خود سیاسي او حقوقي چارو کارپوه ستارد سویسي چارواکو په حواله وایي چې ویلي یې دي، د زرداري د دوسیې وخت ختم شوی او د دغې ستونزې اصلي عوامل بل چیرې دي.
د ستارپه وینا د هغه امنیت ته ګواښ یوه اساسي مسله ده چې دا کارممکن د دې سبب شي چې دی په غونډو او لاریونوکې چې د سیاسي مبارزې د پرمخ بیولو لپاره مهم دي، راڅرګند نشي.

زرداري ته د وسله والو له خوا ګواښ شوی او د امنیتي چارو ریس یې هم د جولای په لسمه په کراچۍ کې ووژل شو. نوموړي هیواد د دوبۍ په مقصد پریښود او وروسته لندن ته ولاړ چې خپل اولادونه وګوري خو ډیرکسان داسې انګیري چې زرداري د امنیتي نیمګړتیاو پخاطر دغه سفرته اړشوی و.

یوشمیرکارپوهان وایي، کله چې زرداري له قدرت څخه لیرې کیږي ښایي له هیواده د مهاجرت ژوند ته مخه کړي چې دا کاربه د پیلپز ګوند حیثیت او اعتبارته زیان ورسوي او هم به دی په دې کارسره ځان مسخره کړي.

دوی دغه راز وایي چې ممکمن زرداري د یوې مودې لپاره د پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ تګ راتګ وکړي ترڅو د ګوند مشرتابه نورو لوړپوړو چارواکو ته وسپاري.

د سیاسي چارو کارپوه ستاروایي، دی ګومان نه کوي چې زرداري دې بیا د سیاست ډګرته راوګرځي.

د هغه په وینا په ۲۰۰۸ کال کې د زرداري لپاره دغه فرصت چې له مشرف څخه د جمهوري ریاست واګې ترلاسه کړي ځکه برابرشوچې د هغه وژل شوې میرمنه ډیره مشهوره وه.
XS
SM
MD
LG