د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي چې؛ په نږدې راتلونکي کې به پریکړه وکړي چې په ایران او پاکستان کې افغان کډوال د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې برخه اخیستلای شي او که نه.
د دې کمیسون ویاند نور محمد نور د دوشنبي په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ افغان مهاجرو ته په انتخاباتو کې د برخې اخیستلو لپاره ډيرې بودجې ته اړتیا دی او ممکن هغوی ته دا زمینه مساعده نشي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، اوس مهال په پاکستان او ایران کې میشتو افغان کډوالو ته په انتخاباتو کې د ګډون مالي او تخنیکي امکانات نه لري، خو د دغو امکاناتو د برابرولو لپاره هڅې روانې دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل چې؛ افغان کډوالو ته په انتخاباتو کې د برخې اخیستلو لپاره ډیرو مالي امکاناتو ته اړتیا ده.
خو نوموړي وویل چې؛ په دې برخه کې کار روان دی او په نږدې راتلونکي کې به د انتخاباتو خپلواک کمیسیون خپل دریځ اعلان کړي چې؛ ایا په ایران او پاکستان کې میشت افغان کډوال په انتخاباتو کې برخه اخیستلای شي او که نه.
دا مهال د هېواد په دوو ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان کې تقریبا پنځه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
د ښاغلي نورپه وینا د جمهوي ریاست په لومړي دور انتخاباتوو کې چې د نړېوالې ټولنې په رهبري ترسره شوی و، دغو کډوالو ته د رایې ورکولو زمینه برابره شوې وه.
خو نوموړي وویل، په راتلونکو انتخاباتو کې دې کډوالو ته د رایې ورکولو د زمینې مساعدول یو ستونزمن کار دی او باید د اړوندو هیوادونو موافقه هم پرې ترلاسه شي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنیاد وايي چې د جمهوري ریاست د ۲۰۰۴ کال په انتخاباتو کې په پاکستان او ایران کې دیرشو فیصدو افغان کډوالو برخه اخیستې وه، چې دا د پام وړ اندازه ده .
د دې بنیاد اجرایوي رییس جانداد سپین غر د انتخاباتو له خپلواک کمیسون او افغان دولت نه وغوښتل چې په راتلونکو انتخاباتو کې هم دا زمینه مساعده کړي.
افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په نړۍ کې تر ټولو ډیر کډوال لري.
ځینې کتوونکي وايي چې؛ په پاکستان او ایران کې میشتو د ملیونونو افغان کډوالو رایه هم د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې برخلیک ټاکوونکې کیدای شي، ځکه خو باید د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې نشي.
ناجیه ساپۍ