د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د ایران د تېلو صادرات به تقریبا څاڅکو ته راکم شي


ټاکل شوې چې؛ د امریکا د کانګرس د استازو جرګه په روانه اونۍ کې د ایران پر ضد د بندیزونو د هغې لایحې په اړه رایې واخلي چې د دې هېواد د تېلو صادرات به تقریبا څاڅکو ته راکم کړي.

رویټرز خبري اژانس لیکي چې؛ که دا لایحه د استازو په جرګه کې تصویب هم شي سمدستي ښايي نافذه نشي ځکه پر ایران د بندیزونو بله لایحه په سنا کې تصویب ته انتظار باسي.

څارونکي وايي چې؛ دا د کانګرس د دواړو جرګو ترمنځ او همدا راز د اوباما په اداره کې دننه د اختلاف څرګندونه کوي.

ټاکل شوې، د امریکا د کانګرس د استازو جرګه چې اکثریت په کې د جمهوري غوښتونکو دی د چارشنبې په ورځ پر ایران د بندیزونو د نوې لایحې په اړه رایې ورکړي.

د کانګرس سرچینې وايي، د نویو بندیزونو هدف دا دی چې د یوه کال په ترڅ کې د ایران د تېلو صادرات د ورځې یو میلیون بېرله کم کړي.

تمه ده چې؛ د استازو په جرګه کې به دا لایحه اسانه تصویب شي، خو سمدستي نشي نافذېدلای ځکه په سنا کې د دې لایحې ضمیمه لا نه ده تصویب شوې. ټاکل شوې چې د سنا د بانکي چارو کمیټه په راروانه سپټمبر میاشت کې پر یادې شوې لایحې بحث وکړي او بیا به یې د سنا په پوره نصاب کې په اړه رایې واخیستل شي.

که د استازو جرګه د چارشنبې په ورځ دا لایحه تصویب کړي نو دا به د دواړو جرګو ترمنځ او د ولسمشر بارک اوباما په اداره کې دننه اختلافات په ډاګه کړي.

د کانګرس یوزیات شمېر غړي سخت لېوال دي چې د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په وړاندې خنډ جوړ کړي خو د اوباما ادارې د پنجشنبې په ورځ د اسلامي جمهوریت پر ضد چې تېره میاشت یې منځلاری عالم حسن روحاني د مشر په توګه غوره شو، په ځینو بندیزونو کې نرموالی راوست.

د دې پرېکړې له مخې د امریکا د خزانې وزارت له کومې ځانګړې اجازې پرته د هغو صحي وسایلو فهرست پراخ کړ چې ایران ته صادرېدای شي ځکه د اوباما اداره غواړي وښيي په ایران کې چې د لویدیځ د بندیزونو له وجې سخت ځپل شوی دی د بشري اړتیاوو ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیوچارووزارت له ډېرې مودې راهیسې خبرداری ورکړی چې دایران د تېلو پر صادراتو د بندیز لګولو په برخه کې چټک اقدام ښايي د امریکا د متحدانو اقتصاد زیانمن کړي.

د استازو جرګې له خوا د ایران د تېلو پر صادراتو داسې بندیز چې وايي څاڅکو ته به یې راکم کړي له متحدوایالاتو سره د هند او چین د دښمنېدو خطر هم لري ځکه دا دواړه د ایران د اومو تېلو ترټولو لوی پېرودونکي دي او همداراز ښايي په نړیوال مارکېټ کې د تېلو بیې اوچتې کړي.

په امریکا کې دننه له تهران سره د ډيپلوماتیکو هڅو ځینې پلویان وېره لري چې د استازو د جرګې له خوا د دې لایحې تصویب به مخکې له دې چې نوی ولسمشر رسما په کار پیل وکړي، د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو په درشل کې ناسم پیغام ورسوي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه پخواني عمومي قوماندان جنرال جوزف هوار او د بهرنیوچارو د پخواني وزیر د دفتر رییس لارنس وېلکرسن په دې اړه په خپلو نظریاتو کې لیکلي چې د استازو جرګه روحاني ته د چانس له ورکولو مخکې په ایران کې د اعتدال لپاره هیلې باید نهیلې نکړي. خو د انرژۍ په چارو کې د پخواني ولسمشر جورج ډبیلوبوش یوه سلاکار رابرت مکنالي لیکلي، واشنګټن د ایران په اړه پر یوې دوه اړخیزې ستراتیژۍ کار کوي چې مثبته نتیجه به هم ورکړي. نوموړی لیکي که غواړو ديپلوماسۍ ته د بریا چانس ورکړو د بندیزونو د زیاتولو ګواښ باید ورسره ملګری کړو.
XS
SM
MD
LG