د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۲۶

"په خوست کې دې د نوم لیکنې مرکزونه او ټاکنیزې حوزې ډېرې شي"


په خوست کې یو شمیر خلک او د مدني ټولنې فعالان غوښتنه کوي، چې په یاد ولایت کې باید د نوم لیکنې مرکزونه او د ټاکنیزو حوزو شمیر ډېر شي، تر څو خلکو ته په اسانۍ سره د رایه اچونو د کارتونو ترلاسه کول او د ټاکنو پر مهال د کارتونو د استعمال زمینې برابرې شي.

په خوست کې د مدني ټولنې یو شمیر غړي او د بیلابیلو بنسټونو استازي وايي، که چیرې په یاد ولایت کې د نوم لیکنې مرکزونه ډېر نه شي او یا د ټاکنو په ورځ د ټاکنیزو حوزو شمیر زیات نه شي، نو د بیلابیلو شته ستونزو له کبله به یو زیات شمیر خلک په دې ملي بهیر کې له ګډون څخه پاتې شي.

دوی وړاندیز کوي، چې د نوم لکینې سیار او ګرځنده ټیمونه هم کولای شي، تر یوه بریده په دې اړه د خلکو ستونزو او غوښتنو ته رسیده ګي وکړي.

د ولایتي شورا استازې زهره جلال وايي، د ولسوالیو په ودانیو کې چې ډیری پوځي ادارې هلته موجودې دي او د امنیتي اندیښنو له کبله د تلاشیو بهیر هم ډېر سخت دی، نو ښايي یو زیات شمیر ښځې او سړي یادو مرکزونو ورتګ ته زړه ښه نه کړي:

"تاسو وینئ، چې نن سبا له خیره د نوم لیکنې دویم پړاو پرانیستل شو، دا موږ د ځان له پاره لویه لاسته راوړنه ګڼو، خو یوه ستونزه موجوده ده، هغه دا چې نوموړي مرکزونه ټول د ولسوالیو په ودانیو کې دي، یا په ښار کې دي، له دې کبله چې د ښځو ګډون د ولسوالۍ په دننه کې چې هلته نظامي قوتونه هم موجود دي او نن سبا حالات هم دومره نازک دي، چې پوځي مرکزونو ته د ننوتونکو افرادو باید ډېره پلټنه وشي نو دا مشکلات موجود دي، چې ښايي ډیری ښځې په دې بهیر کې ګډون ونه کړي. "

قومي مشر حاجي شریف الله ازادۍ راډیو ته وویل، خلک د ټاکنو په ارزښت پوهیږي او په هغه کې د ګډون په اړه څه تردید او شک هم نه لري، خو هغوی ته باید د نویو مرکزونو د جوړولو له لارې په ټاکنو او د نوم لیکنې په بهیر کې د ګډون زمینه برابره شي:

"خلک په ټولټاکنو کې ګډون ته اماده دي، او له خلکو سره په دې برخه کې شک او تردید وجود نه لري، منتها غوښتنه يې داده چې د نوم لیکنې مرکزونه او ټاکنیزې حوزې ورته زیاتې شي او که د دې امکان هم نه وي نو دا د نوم لیکنې حوزې دې ورته سیارې کړي، چې هغوی کلي په کلي او قوم په قوم وګرځي او واجدلرونکو کسانو ته کارتونه وویشي، په دې توګه چې یوه اونۍ په یوه سیمه کې او بله اونۍ په بله سیمه کې کارتونه وویشي، تر څو خلک وکولای شي په ښه صورت په ټاکنو کې د ګډون کارتونه ترلاسه کړي. "

مفتي حبیب الرحمان خوستی په ټاکنو کې د خلکو ګډون د اسلامي شریعت له نظره داسې څیړي:

"انتخاب یا رایه اچونه شرعاً درې حیثیتونه لري، دې ته هم وکالت ویل کیږي، دا هم شهادت دی او هم امانت دی، په دې درې صفتونو سره یو متصف ته خلک رایه ورکوي.

دا شهادت دی په دې مانا چې دا د یو چا له پاره ګواهي ورکول دي، یا په یوه موضوع باندې ګواهي ورکول دي، او هم وکالت دی چې دا خبره بالکل ثابته ده، دريیم امانت دی، تر ټولو دمخه باید د انتخاباتو پروسه د شفافیت له لحاظه په ټوله مانا تصفیه شي، بیا په هغه ډول چې په خلکو باندې لازمه ده په تمامه مانا سره چا ته چې خدای تعالی د رایې حق ورکړی دی، خپله رایه دې په صادقانه ډول استعمال کړي. "

د مدني ټولنې فعال زاهد شاه انګار وايي که چیرې د ټولټاکنو مرکزي او ولایتي دفترونه له مدني ټولنې سره خپل فعالیتونه هم غاړي کړي، نو مدني ټولنه د خلکو په عامه پوهاوي او په ټاکنو کې د ولس د هڅونې په برخه کې ډېر څه کولای شي:

"ټاکنې دوې برخې لري چې یوه يې نوم لیکنه ده او د کارتونو اخیستل دي او بل د خلکو ګډون په رایه اچونه کې دی، فکر کوم مدني ټولنه ډېر نقش لرلای شي، ځکه چې دوی د ولس د بیلابیلو قشرونو سره په تماس کې دي او مدني نهادونه په بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي.

که چیرې دوی د ټاکنو له کمیسیونونو سره په څنګ کې البته په مرکز کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره او په ولایتونو کې هم د ولایتي دفترونو سره په ګډې همغږۍ کار وکړي، مثبته نتیجه به ولري، په دې برخه کې ډېره زیاته برخه چې دوی لرلای شي، هغه د عامه پوهاوي په برخه کې ده، چې خلک په دې باندې پوۍ کړي چې باید د رایې اچونې کارتونه واخلي، همدا شان په ټاکنو کې دوی خلک دې ته هڅولی شي، چې ولس او خلک یا رایه اچونکي خپله رایه چاته ورکړي یانې باید وړ کس ته رایه ورکړي. "


د یادونې وړ ده د زمري میاشتې په پنځمه د افغانستان د نورو سیمو په شان د خوست په ټولو ولسوالیو کې هم د نوم لیکنې دویم پړاو پیل شو، تر څو د شرایطو لرونکي خلک وکولای شي د خپلو کارتونو د کارونې له لارې د ۱۳۹۳ یم لمریز کال د حمل میاشتې په ټولټاکنو کې برخه واخلي.
XS
SM
MD
LG