د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۰

چوهدري: طالبان به ډېر ژر په قطر کې خپل دفتر بیا فعال کړي


د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند اعزاز احمد چوهدري په خپلې اوونيزې خبري غونډې کې رسنيو ته ويلي، چې افغان طالبان به ډېر ژر په قطر کې خپل تړلۍ دفتر بېرته فعال کړي.

نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په مازيګر په اسلام ابآد کې يوې خبري غونډې ته وکړې.

د هغه په وينا، کابل ته د پاکستان د صدراعظم د بهرنيو چارو او ملي امنيت د سلاکار سفر مثبتې لاسته راوړنې لرلې.

هغه زياته کړه چې؛ سرتاج په دغه سفر کې له افغان چارواکيو سره د دواړو هېوادونو د اړيکيو او د سيمې پر روان حالت غږېدلى دى.

همدا راز چوهدري وويل: د سرتاج عزيز د کابل سفر په د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوى تاوتريخوالى له منځه يوسي او د ترورېزم پرخلاف پر روانې مبارزې به هم مثبت اغېز وښندي.

چوهدري زياته کړه، چې پاکستان ته به د افغان ولسمشرحامد کرزي د سفر نېټه په نېزدې ورځو کې اعلان شي.
افغان ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته د افغان پلاوي سفر د پاکستان له خوا د ترورېزم پرخلاف د جدي مبارزې او د سولې د پروسې له پرمختيا سره مشروط کړى .

د سياسي چارو کارپوه رستم شاه مومند وايي، چې پاکستان ددې وړتيا لري، چې پر طالبان زور راوړي ترڅو په قطر کې خپل تړلى دفر بېرته فعاله کړي. نوموړي په دې اړه آزادي راډيو ته وويل:

" اصلي خبره دا ده چې طالب مشران د پاکستان تر ډېر زيات فشار لاندې دي او دوى ته وايي چې تاسو به په قطر کې خپل دفتر بېرته پرانېزئ. په دې کې د پاکستان څه مخقصد دى؟ هغه بېله خبره ده، خو فشار يې ډېر زيات راوستى او طالبان يې دې ته مجبور کړي، چې هغوى به قطر ته ځي او خبرې به بېرته شروع کېږي. پاکستان دا وس خو لري، چې طالبان خبرو ته کښېنوي، خو دا وس نه لري چې طالبانو ته دا ووايي چې تاسو به لوظنامه هم کوئ. لوظنامه کول يا نه کول دا بيا د طالبانو خپل کار دى، د هغوى خپله شورا ده او خپلې فيصلې يې دي."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په داسې حال کې د افغان طالبانو له خوا د قطر دفتر د بېرته فعالولو خبر ورکړى، چې ددغه هېواد د صدراعظم د بهرنيو چارو او ملي امنيت سلاکار د جولايي په ٢١مه نېټۀ کابل ته د خپل يو ورځني سفر په ترڅ کې له افغان ولسمشر او نورو جګپوړو افغان چارواکيو سره کتلي او هغوى ته يې د سولې په پروسه کې ددغه هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړى و.

که له يوې خوا پاکستان د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ اعلان کړى او د هر ډول همکاريو ژمنه يې کړې ده، خو له بلې خوا افغان دولت د پاکستان همکارۍ يواځې تر مطبوعاتي بيانونو محدود بللي او له پاکستانه يې يو ځل بيا غوښتي، چې د تروريزم پر خلاف په روانه مبارزه او د افغانستان د سولې په پروسه کې دې رغنده رول ولوبوي.

راپور: ذبيح الله شفق، پېښور
XS
SM
MD
LG