د لغمان ولايت سلګونو خلکو ديوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې د پلچرخي په زندان کې بنديانو ته له شکنجه ورکولو شکايت کاوه او له محکمو يې غوښتنه کوله، چې په خپلو فيصلو کې له عدل او انصافه کار واخلي.
ياد لاريون د عبدالصمد په نوم ديوه کس په ملاتړ کې شوى،چې څو مياشتې وړاندې د اختطاف په تور نيول شوی و.
لاریون کوونکي وايي، یاد کس هغه مهال بې ګناه د یو څوتنو په شیطانت نیول شوی،چې د پلچرخي په زندان کې دومره سخت شيکنجه شوى، چې غوښې يې او نوکان يې په امبروانو شکول شوي دي او په يو شمېر خبرو مجبوره کړى شوى، چې اقرار وکړي.
د دوى په خبره، له دې ټولو ستونزو سره سره بيا هم لومړۍ محکمې عبدالصمد بري اعلان کړ، خو ديو شمېر خلکو په لاس وهنه نوموړي ته په دويمه محکمه کې د شل کاله بند سزا اورول کېږي.
دوى په ځانګړې توګه له سترې محکمې او په خاصه توګه له دريېمې محکمې غواړي، چې نوموړي سره دې له عدل او انصاف څخه کار واخيستل شي.
لاريون کوونکو ګواښ وکړ، که دولت يې په شکايتونو غوږ ونه ګراوه، نو دوى به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي او د کابل _ جلال اباد لويه لاره به د ټرافيکو پرمخ بنده وساتي .
نن هم لاريون کوونکو د کابل _ جلال اباد لويه لاره شاوخوا ديوه ساعت لپاره د لغمان په سرخکانو کې د ټرافيکو پرمخ تړلې وه .
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری