د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

ايران د صوفيانو پر ويبپاڼې فشارونه زيات کړي


چارواکو په ایران کې د صوفیانو پرویبپاڼې فشارونه زیات کړي، یوشمیرکارکوونکي یې نیول شوي اود اوږدې مودې بند سزاوې ورکړل شوي دي.

په ایران کې ډیرې ویبپاڼې شته چې د ایراني چارواکو نه خوښیږي او د بندولو لپاره یې معمولا هغوی په غیراخلاقي او د هیواد ملي ګټو ته په زیان رسولو تورنوي.

ځینې نورې ویبپاڼې هم شته چې د ایراني چارواکو بیا بیخي نه خوښیږي چې ډيرې یې بندې کړي او مسوولین یې زنداني شوي دي.

په دوی کې یوه هم د مجذوبان نور(www.majzooban.org/fa)په نامه د صوفیانو ویبپاڼه ده چې په ایران کې د نعمت اللهي ګنابادي درویشانو په اړه خبرونه او نور مطالب خپروي.

دا په ایران کې د صوفیانو یوه لویه منظمه ډله ده چې په وروستیو کلونو کې پرې دولتي فشارورځ تر بلې په زیاتیدو دی.

د ایران محافظه کاره مذهبي مشران صوفیان د اسلام یوه خرافاتي ډله بولي.

مجذوبان نورد درویشانو ځپنه له نژدې تعقیب کړې او د پیښو خبرونه یې خپاره کړي چې دا ویبپاڼه یې د صوفیانو په اړه د معلوماتو په یوې موثقې منبع بدله کړې ده.

په وروستیو کې د دغې ویب پاڼې د مسوولینو په نیول کیدو او زنداني کیدو سره تهران هم خپل قهر څرګند کړی.

تیره اونۍ د دغې ویب پاڼې د چلونکي او فوتوژورنالست په ګډون اوه تنه کارکونکي په زندان محکوم شول. د اونیمو او لس نیمو کلونو ترمنځ د بند سزاوې ورکړل شوې.

دوی د ملي امنیت ضد فعالیتونو، د نظام ضد تبلیغاتو اود ایران مشرانو ته د سپکاوی په تور مجرم پیژندل شوي دي.

دا هغه تورونه دي چې د ایران رژیم یې په خپلو سیاسي مخالفینواو روشنفکرانو هم لګوي.

دغه اوه محکوم شوي درویشان د پنځو کلونو لپاره په رسنیو کې د هرډول فعالیت په ګډون په ډلو او ګوندونو کې له غړیتوب څخه بند کړی شوي دي.

دوی له تیرو دوکلونو راهیسې په توقیف کې اوسیدل.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې له صوفي ویبپاڼې سره په تړاو شاوخوا شل تنه نیول شوي دي.

چارواکو په وروستیو کې دغه رازد مجذوبان نور پر مسول فرهاد نوري چې دوه کاله مخکې ترکیې ته تښتیدلی هم فشارونه زیات کړي دي.

نوري د خپلې مورفرزانه په اړه ازادي راډیو ته وویل چې موریې د تیرې اونۍ په پای کې له ویبپاڼې سره د همکارۍ، د ملي امنیت ضد فعالیت اود عامه نظم د ګډوډولو په تور په دوو کالو بند او درې کاله هم خوزستان ولایت ته په تبعید محکوم شوه:

"زه او کورنۍ مې دغه تورونه ردو او بې اساسه یې بولو. کله چې دوی زما مورد ۲۰۱۱ کال په سپټمبرکې ونیوله، یواځنی هدف یې زه اوم. مورمو درویشه ده خو زما د بشري حقونو، د رسنیو له فعالیتونو سره هیڅ ډول اړیکه نه لري. له ایران څخه زما تروتلو حتی هغه نه پوهیده چې له کمپیوټرڅخه په څه ډول کاراخیستل کیدای شي"

نوري دغه راز وویل چې ده ته ګواښونه شوي او د دریم ګړو له خوا ورته ویل شوي چې خپله ویب پاڼه بنده کړي او نور پرصوفیانو د فشارونو په اړه د راپورونو خپرول بند کړي. خودی وایي، دغو فشارونو د خپلو فعالیتونو د پرمخ وړلو په اړه د ده اراده نوره هم پیاوړې کړې ده.
XS
SM
MD
LG