د امریکا متحده ایالاتو له روسیې غوښتنه کړې چې؛ د امریکا د استخباراتو د ادارې د پخواني قراردادي ایډوارډ سنوډن چې؛ په نړۍ کې یې پر انترنیت او ټیلیفون د امریکا د څارنې پټ پروګرام یې افشا کړی، د دوسیې په اړه ورته وضاحت ورکړي.
پرون داسې راپورونه خپاره شول چې؛ ګواکې سنوډن له روسیې څخه هغه اسناد تر لاسه کړي چې؛ کولای شي د مسکو له میدانه ووځي او د روسیې خاورې ته داخل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، له مسکو څخه د هغو راپورونو په اړه د وضاحت غوښتنه کوي چې وایي، د امریکا د استخباراتو تښتیدلي پخواني قراردادي اډوارډ سنوډن له روسیې څخه هغه اسناد ترلاسه کړي چې ورته اجازه ورکوي، د مسکو له هوایي ډګره ووځي. نوموړی له یوې میاشتې راهیسې اوسي، ووځي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جن ساکي وویل، د بهرنیو چارو وزیرجان کري د سنوډن د مسالې په ارتباط د چهارشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته ټیلیفون وکړ:
"موږ البته د رسنیو راپورونه لیدلي او د روسیې له حکومته د وضاحت غوښتنه کوو. دا واضح ده، هر هغه اقدام به چې سنوډن ته اجازه ورکوي له هوایي ډګره ووځي، ډیر خواشینونکی وي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرجان کري د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره نن سهار خبرې وکړې.
هغه هم زموږ، د متحده ایالاتو له نظر سره موافق دی چې؛ سنوډن دې ته اړتیا لري چې بیرته متحدو ایالتونو ته ستون شي چیرې چې هغه به عادلانه محاکمه کیږي او روسیه تراوسه پورې کولای شي سم کار وکړي."
سپینې ماڼۍ هم وویل چې؛ د سنوډن د وضعیت په اړه د وضاحت غوښتونکي دي.
د امریکا متحده ایالات غواړي سنوډن په نړۍ کې پر الکترونیکي خدمتونو د امریکا د څارنې د پټ پروګرام د افشا کولو په خاطر محاکمه کړي.
واشنګټڼ د سنوډن پاسپورت باطل کړی چې؛ دې کار نوموړی اړ کړی چې د مسکو د هوایي ډګر د ترانزیت په سیمه کې بند پاتې شي.
د چهارشنبې د ورځې په سهار د روسیې رسنیو خبر ورکړ چې سنوډن ته به روسي چارواکي اجازه ورکړي چې له هوایي ډګره ووځي.
خو روسي مدافع وکیل اناتولي کوچیرینا چې له سنوډن سره د پناه غوښتنې په دوسیه کې مرسته کوي، د خپرو شویو راپورونو وروسته وویل چې د سنوډن د پناه اخیستو پردوسیې تراوسه چارواکي کار کوي:
"په اوس وخت کې د هغه د سیاسي پناه اخیستو غوښتنه د روسیې د مهاجرت له ادارې سره ده.
ښایي درې میاشتې وخت ونیسي چې؛ د روسیې د مهاجرت اداره د سنوډن د پناه غوښتونې دوسیه بشپړه کړي. په دغه موده کې دغه اداره سنوډن ته هغه اسناد ورکوي چې؛ ښیي د هغه د سیاسي پناه غوښتنه یې ترلاسه کړې ده. دغه اسناد به هغه ته ورکول کیږي. دغه اسناد تراوسه پورې هغه ته ندي ورکړل شوي."
کوچیرینا وایي، سنوډن په پام کې لري چې؛ د اوس لپاره په هوایی ډګرکې پاتې شي. هغه همداشان وویل چې سنوډن نیت لري چې په روسیه کې پاتې شي او د روسیې د پیژندلو لپاره د دې هیواد د فرهنګ په اړه زده کړه وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي که سنوډن غواړي په روسیه کې پاتې شي باید د هغو اسنادو له افشا کیدو ډډه وکړي چې د امریکا او روسیې اړیکو ته زیان رسوي.
د یادونې وړده چې؛ د جنوبي امریکا یو شمېر هېوادونو ویلي چې؛ سنوډن ته سیاسي پناه ورکوي.