راپور: نسیم "شفق"
د فاع وزارت وایي چې؛ د طالبانو هغه هڅه یې شنډه کړې چې؛ غوښتل یې د لوګر د ازرې ولسوالۍ له سیمه ییزو چارواکو سره سازش وکړي.
د دې وزارت چارواکو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ طالبانو غوښتل په ازرې او حصارک ولسوالیو کې اډې جوړې او پر نورو سیمو حملې پلان کړي.
دوي وایي چې؛ د سیمرغ په نوم یې د لوګر په ازرې او د ننګرهار په حصارک ولسوالیو کې د وسله والو مخالفانو د ځپلو په هدف پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
دفاع وزارت تاییدوي چې؛ وسله والو طالبانو هڅه کوله ترڅو د ازرې ولسوالۍ له سیمه ییزو چارواکو سره د جوړجاړي پراساس دا ولسوالۍ په خپل کنټرول کې راولي.
د دې وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل، طالبانو غوښتل چې د لوګر ازره په خپل مرکز بدله کړي او پر نورو سیمو د حملو پلانونه په همدې ولسوالۍ کې جوړ کړي.
جنرال عظیمي څرګنده کړه، که څه هم طالبانو د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره ډیره هڅه وکړه خو بریالي نشول:
"طالبانو پر نورو سیمو د لویو حملو د پلانونو د جوړولو لپاره په دې ولسوالۍ کې پیاوړي مرکزونه جوړ کړي وو.
دا ولسوالۍ نورې سیمې ډیرې اغیزمنې کوي اوهغوی همدې اهمیت ته یې په پام په ازره کې ډیر سره ټول شوي وو او لارې یې بندې کړې وې.
د دوی پلان دا وو چې په یوه ډول له سیمه يیزو چارواکو سره هم سازش وکړي خو کوم جوړ جاړی رامنځ ته نشو".
جنرال عظیمي وویل چې؛ وسله والو طالبانو هڅه کوله چې له ازرې او حصارک څخه کابل، ننګرهار، لوګر، پکتیا او ځینې نورې سیمې هم له ګواښ سره مخامخ کړي.
د لوګراو ننګرهار سیمه يیزو چارواکو هم څه موده مخکې وویل چې؛ د ازرې او حصارک ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له خوا محاصره شوي دي.
د دې خبر له خپریدو وروسته د حصارک او ازرې د ولسوالیو په اړه ان د افغانستان د ملي امنیت د شورا په غونډه کې هم بحثونه وشول او امنیتي چارواکو ته دنده وسپال شوه چې؛ دې ستونزې ته جدي رسیدګي وکړي.
په عین حال کې د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان وایي چې؛ د لوګر په ازرې او د ننګرهار په حصارک ولسوالیو کې له څو ورځو راهیسې د سیمرغ په نوم د افغان ځواکونو پوځي عملیات هم پیل شوي:
"څلور کنډکه چې د لومړي ځل لپاره په دې لویو عملیاتو کې ونډه اخلي او د هوایي ځواک دوه ټولي یې هم ملاتړ کوي په دې عملیاتو کې شامل دي.
دا عملیات مو له بشپړې څیړنې وروسته پیل کړل او تر ننه پورې په بریالي توګه روان دي.
زموږ ځواکونه په سیمو کې ځای پرځای شوي او دا مهمه ده چې د دښمنانو پلانونه شنډ کړو".
د لوګر ازره او د ننګرهارحصارک څنګ په څنګ پرتې ولسوالۍ دي،د دې سیمو اوسیدونکو څه موده مخکې وویل چې دې ولسوالیو ته ټولې غځیدلي لارې د طالبانو لخوا تړل شوي او دوی د خوراکي موادو او درملو له کموالي سره مخامخ دي.
د دفاع وزارت چارواکي وایی چې د درې نیمو اوڅلور سوو په شمیرکې وسله وال طالبان په دې ولسوالیوکې را ټول شوي خو وایی چې افغان ځواکونه د سیمرغ د عملیاتو پرمهال لا تراوسه له جدي مقاومت سره نه دي مخامخ شوي.