د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۰

حبیبه سرابي د "رامون مګسیسي" د جایزې ګټونکې اعلان شوې


حبیبه سرابي چې؛ په افغانستان کې لومړنۍ او یوازینۍ ښځینه والي ده سږ کال د رامون مګسیسي د بنسټ د جایزې ګټونکې اعلان شوې ده.

دا خبر د چارشنبې په ورځ د رامون مګسیسي د بنسټ له خوا چې؛ مرکز یې د فلیپین په پایتخت مانیلا کې دی اعلان شو.

دا جایزه په فلیپین کې د یو منلي ولسمشر رامون مګسیسي په نوم چې؛ په ۱۹۵۷ م کال کې په یوه هوايي پېښه کې ووژل شو نومول شوې ده.

سږنې جایزه یې درې شخصیتونو او دوو سازمانونو ته ورکول کېږي.

د بامیانو د والي حبیبه سرابي ترڅنګ په میانمار کې د بشري حقونو یوه فعاله لیپاۍ سینګ راو او په فلیپین کې یو شپږ اویا کلن ډاکتر ایرنیستو ډومینګو هم په سږنۍ جایزه کې برخه لري.

پر دوی سربیره د اندونیزیا او نیپال دوه سازمانونه چې؛ د انساني قاچاق په مخنیوي او د ادري فسار پر ضد فعالیتونه کوي هم ددې جایزې ګټونکې اعلان شوې دي.

د رامون مګسیسي سازمان وايي، د بامیانو والي حبیبه سرابي له دې کبله ددې جایزې مستحقه ګڼل شوې چې؛ په یوه فقیره او جګړه زپلې سیمه کې یې د پوهنې د عامولو او د ښځو د حقونو لپاره کار کړی دی.

حبیبه سرابي د ازادۍ راډیو سره په یوه مرکه کې د دې جایزې په اړه خپل احساسات داسې بیان کړل:

"زه ډیره خوشاله یم، د دې لپاره چې؛ دا جایزه هرکال ډیرو مخکښو ښځو ته ورکول کېږي.

فکر کوم لس کاله مخکې و چې؛ ډاکتر سیما ثمر دا جایزه ترلاسه کړې وه همدارنګه دا جایزا میرمن تیریزا چې؛ یوه مشهوره ښځه وه چې؛ د ښځو، روغتیا او سولې په برخه کې یې ډیر کار کړی وې هغې دا جایزه اخیستې وه، دا چې؛ زه هم د داسې وتلو ښځو په کتار کې حسابیږم، نو ډیر د خوښۍ او ویاړ احساس کوم."


ټاکل شوې ده چې؛ د رامون مګسیسي جایزه به د راتلونکې میاشتې په یودیرشمه نیټه ګټونکو ته ورکړل شي.

د رامون مکسیسي بنسټ وايي، دا جایزه د پیچلو ټولنیزو ستونزو لپاره د هوارې د لارې له موندلو سره تړلې ده، او هڅه کېږي چې؛ په دې برخه کې سرلارو کسانو ته ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG