د مصر د دفاع وزیر د دې هېواد له خلکو غوښتې دي چې؛ د جمعې په ورځ دې د پوځ د هغه اقدام په ملاتړ مظاهرې وکړې چې؛ نوموړې د تاوتریخوالي او تروریزم په وړاندې مقابله وګڼله.
جنرال عبدالفتاح السیسي د خلکو له پراخو مظاهرو وروسته د روانې میاشتې په درېیمه نیټه ولسمشر محمد مرسي له واک څخه لرې کړ.
د مصر د پوځ مشر او د دې هېواد دفاع وزیز جنرال عبدالفتاح السیسي د چارشنبې په ورځ په یوه تلویزونې وینا کې له مصریانو څخه وغوښتل چې؛ د جمعې په ورځ دې په پراخه پیمانه لارو کوڅو ته را ووځي او د پوځ د ملاتړ لپاره دې لاریونونه وکړي:
"زما غوښتنه دا ده چې؛ د جمعې په ورځ دې ټول صادق او امانتکار مصریان را ووځي.
د څه لپاره باید را ووځي؟ د دې لپاره چې؛ ماته امر وکړي او واک راکړي چې؛ زه د احتمالي تاوتریخوالي او تروریزم سره مقابله وکړم."
په مصر کې له واک څخه لرې کړی شوی ولسمشر په یو نامعلوم ځای کې د پوځ په توقیف کې دی.
له واک څخه د محمد مرسي له لرې کېدو وروسته د نوموړي ملاتړو هم له پوځ سره او هم د مرسې له مخالفانو سره له تاوتریخوالې ډکې نښتې کړې دي.
تر اوسه پورې تقریبا دوه سوه کسه په دې خونړیو نښتو کې وژل شوې دي.
د مصر د دفاع وزیر ژمنه وکړه چې؛ هغه سیاسي طرحه به عملې کړې چې؛ له مخې یې په راتلونکو شپږو میاشتو کې انتخابات ترسره کېږي او په قانون کې د اصلاحاتو را وستلو ته زمینه برابروي:
"زه احساسوم چې؛ یو څوک غواړې دا هېواد یو خطرناک تونل ته راکاږي. کله چې میلونونه مصریان لارو کوڅو ته را ووتل، پوځ یې اراده ومنله او نافذه یې کړه.
هیڅوک دې دا فکر نه کوي چې؛ د هغې تګلارې څخه چې؛ موږ یې وړاندیز کړې او له هغه اقداماتو څخه چې؛ موږ خپل کړې به د یوې لحظې لپاره هم شاتګ وشي."
د محمد مرسي پلوي اصلاح غوښتونکو هم د جنرال السیسي د څرګندونو په غبرګون کې له خپلو پلویانو غوښتي چې؛ دوي دې هم د جمعې په ورځ د پوځ د کودتا پر ضد لاریونونه او مظاهرې وکړي.
د اخوان المسلمین د ډلې ویاند جهاد الحداد د جنرال السیسي څرګندونې د کورنۍ جګړې اعلان وباله او ویې ویل:
"ایتلاف پر دې ټینګار کوي چې؛، د السیسي تهدیدونه چې؛ د کودتا مشرې یې کړې، یوې بشپړې کورنۍ جګړې ته له بلنې پرته نور څه نه دي.
دا د پراخو او عامو وژنو په اړه یو خبرداری دی چې؛ د خلکو د ملاتړ د دروغجن پوښښ لاندې به ترسره کېږي او موږ ټینګار کوو چې؛ په دې ډول کړنو د مصر خلک نه شي ویرولی."
په عین حال کې د امریکا د دفاع وزرات د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې؛ د ولسمشر بارک اوباما حکومت په مصر د څلورو ایف شپاړلس ډوله الوتکو پلورل په دې هېواد کې د روان وضیعت له کبله ځنډولې دي.
د امریکا د دفاع د وزارت ویاند جورج لیټل ویلي، دا پریکړه د ولسمشر بارک اوباما له خوا شوې ده.
خو نوموړې وویل، د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت پریکړه کړې، چې؛ د مصر سره به د روښانه ستورې تر نامه لاندې ګډ کلني پوځي تمرینات دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې؛ له مصر څخه د چارشنبې په ورځ د تاوتریخوالې او په کې د لږ تر لږه درې کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوې دي.