د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۸

چین د نړۍ د ستر اقتصادي طاقت په حال کې


د امریکا متحده ایالات لا هم د نړۍ ستر اقتصادي طاقت دی، خو چین ورسره په سیالۍ کې دی او ممکن له امریکا څخه مخکې شي.

د امریکا د "پیو څيړنیز مرکز" په نوې نظرپوښتنې کې چې په ۳۹ هېوادونو کې تر سره شوې او د شاوخوا څلویښتو زرو کسانو نظرونه په کي پوښتل شوي، ښودل شوې چې چین به په نړیوال اقتصادي طاقت بدل شي.

دا نظر تر اوسه هم په خپل قوت باقي دی چې؛ د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې ستر اقتصادي قوت دی، خو د "پیو څيړنیز مرکز" په دی نظر پوښتنې کې ښودل شوی چې؛ د چین اقتصادي وده په چټکۍ سره پر مخ ځي او بالاخره به دا هېواد له امریکا څخه مخکې شي.

په پیو څیړنیز مرکز کې د نړیوال اقتصادي پروګرام رییس "بروس سټوکس" آزادي راډیو سره په خبرو کې د نوې نظر پوښتنې او میندنو په اړه وویل:

"د امریکا متحده ایالاتو کې نظرونه لا هم په خپل قوت پاته دي او حتی د بوش د ادارې او د هغه د کار د وروستیو کلونو په پرتله زیات غښتلی دی. د امریکایانو نظر دا دی چې، په چین کې ممکن یو څه بدلون راغلی وي.

زیات شمېر خلک چین د یوه نړیوال اقتصادي طاقت په توګه پيژنې او تمه لري چې؛ چین به په راتلونکي کې له امریکا څځه مخکې کیږي او د نړۍ ستر اقتصادي قوت به شي."

په نظر پوښتنې کې د پوښتل شویو کسانو له درېیمي برخې څخه زیات یې په دې نظر وو چې؛ چین همدا اوس د نړۍ ستر اقتصادي طاقت دی، دا رقم د پیو څېړنیز مرکز د ۲۰۰۸ کال ورته نظر پوښتنې په سلو کې شل زیات دی.

د امریکا متحده ایالاتو کې نظرونه مختلف وو. د پوښتل شویو کسانو تقریباً نیمایي ویلي چې؛ چین به حتماً له امریکا څخه په اقتصادي ډګر کې مخکې کیږي، خو د پوښتل شویو نورو نیمایي کسانو ویلي چې؛ هیڅکله به داسې ونه شي.

د پیو څيړنیز مرکز په دې نظر پوښتنې کې چین په فرهنګي، سوداګریزو او د مفکورې خپرولو په برخو کې ډېرې کمې نمرې اخیستي دي. خو سټوکس وایي، چین د خلکو د زړونو خپلولو په کار کې له امریکا څخه مخکې دی:

"د امریکا د متحده ایالاتو او چین تر منځ په ټولې نړۍ کې د خلکو د زړونو او فکرونو خپلولو سیالۍ په پوره قوت روانې دي. موږ په یوې نړیوالې سیالۍ کې یو. زما په فکر دا به غلطه وي چې ووایم، متحده ایالات دا سیالۍ بایلې، خو دا به ریښتیا وي چې ووایم، چین مخکې کیږي."

د پیو څېړنیز مرکز د اقتصادي پروګرام مشر بروس سټوکس وایي؛ په لاتینې امریکا او افریقا کې د چین پر وړاندې د خلکو ښه نظرونه مخ په زیاتیدو دي او یو علت یې ممکن په دغو سیمو کې د چین د نظر وړ پانګونې وې.
XS
SM
MD
LG