د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۰

سرنوشت ورځپاڼه: ولسي جرګه باید له مېکروبه پاکه شي


کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو د شنبې د ورځې په ګڼو کې د ولسي جرګې دغړي سید انور سادات د څرګندونو په غبرګون لیکنې او تبصیرې کړې دي.

ملي بارو:

ملي باور په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي؛ د ملت سپکاوی د ملت له کوره... ورځپاڼې پوښتنه کړې، کله به ملي جنایتکاران محاکمه کیږي؟

ورځپاڼه لیکلي، کله چې د ملي شورا غړي څرګندونې کوي؛ هره خبره یې په دې تیکه کلام پیل کېږي چې؛ پارلمان د ملت کور او وکیلان د ملت استازي دي.

د لیکوال په اند خو له همدغه ځایه په تېرو څوکلونو کې په وار وار د ملت په ارزښتونو ملنډې وشوې؛ له افغانیته په کې خلک منکر شول او نږدې په هره لانجمنه مساله کې ملت ته په کې سپکاوی کیږي.

د ملي باور ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي؛ د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې غړي محمد انور سادات د افغانستان یو ستر قوم ته سپکاوی وکړ؛ خو ډېر ژر بېرته له خپلې خبرې څخه منکر شو او خبره یې په بله واړوله.

د سرمقالې د لیکوال په باور قومونوته سپکاوی کول د افغانستان ملي یوالي ته ستره ضربه ده، کورنیو جګړو لپاره زمینه برابروي او په هېواد کې د روانې پردۍ جګړې په اور تیل شیندل دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د مشرانو جرګې د مشرغوښتنه رانکل کړې چې؛ د ولسي جرګې له مشره یې کړې، د ولسي جرګې مشر دې، سادات د ملالۍ جویا په څېر له جرګې وباسي.

همدې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي؛ سید انور سادات باید د ملي خاین په حیث وپیژندل شي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې د مدني ټولنې دغړیو له خولې لیکلي؛ سادات یوه ستر قوم ته په سپکاوي ملي خیانت کړی دی.

همدې ورځپاڼې د افغانستان د مدني ټولنو فدارسیون غوښتنه رانکل کړې؛ چې له ولسي جرګې څخه یې کړې، سادات باید د روانې میاشتې تر وروستیو محاکمه او له جرګې وایستل شي.

د سرنوشت ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی؛ "ولسي جرګه باید له مېکروبه پاکه شي!"

په سرمقاله کې راغلي د افغانستان اساسي ستونزه دا ده چې؛ حکومت له جنایتکارانو او مجرمینو سره د ځینو مصلحتونو پراساس حساب کتاب ونه کړ؛ د زرګونو انسانانو قاتلین په هېواد کې د سولې او ثبات په هدف پرېښودل شول او عدلي او قضایي ارګاونوته راکش نه کړل شول.

د سرمقالې د لیکوال په باور دردوونکې خو لا دا ده چې ولسي جرګې ته څنګه داسې کسان لاره پیدا کوي چې؛ لږترلږ په دې نه پوهېږي چې څه وايي.

د سرمقالې لیکوال په جرګې غږ کوي چې؛ ولسي جرګه دې خپل دریځ معلوم کړي او دوی دې په بېړه سادات له ولسي جرګې وباسي او د ملي خیانت په تور دې یې عدلي او قضايي ارګاونو ته ور وپېژني.

د لیکوال په اند ولسي جرګه دې د خپل حیثیت ساتلو لپاره هم دغه ګام واخلي؛ که نه خلک به بیا پر ټوله ولسي جرګه سرې کرښې راوباسي.

ملي ارمان:

په پای کې ملي ارمان ورځپاڼې د پکتیا د والي د ویاند روح الله سمون خبرې راخیستي؛ چې ویلي یې دي، په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو استازۍ باید محاکمه شي.

ورځپاڼه د ښاغلي سمون له خولې لیکلي؛ که چېرې انور سادات محکمې ته راکش نه کړای شي، نو د راتلونکي خطر ټول مسوولیت به د چارواکو په غاړه وي.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG