د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

"ډېر ژر به د ځمکو د غاصبینو نومونه افشا شي"


د حکومت پر کړنو د ولسي جرګې د څارنې ځانګړی کمیسیون وايي چې ډیر ژر به د ځمکو د غاصبینو نومونه افشا کړي.

د حکومت پر اعمالو د ولسي جرګې د څارنې د ځانګړی کميسيون غړی شېرولي وردګ د چهارشنبې په ورځ له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ چې د ځمکو د غاصبینو په موجوده لست کې د ولسي جرګې ځینې غړي، د حکومت یوشمېر لوړ پوړي چارواکې، او ځیني پخواني قومندانان هم شامل دي.

دا چې د ځمکو د غاصبینو نومونو نه به څه وخت افشا شي؛ ښاغلي وردګ وویل:

"د قانون له مخې نور د کمیسیون وخت ختم شوي؛ اوس موږ د کرهنې وزارت، ښار جوړونې او ښاروالۍ په همکارۍ دا لست برابر کړی؛ چې په نږدې ورځو کې به یې اعلان کړو؛ خو له بده مرغه موږ په دې ونه توانیدلو چې د ځمکو د غصب اصلي غاصبین خلکو ته وروپیژنو."

تیر کال د ولسي جرګې ځانګړی کمیسیون اعلان وکړ چې؛ په ټول افغانستان کې، څه باندې يوميليون او دوه نیم لکه جريبه حکومتي ځمکه غصب شوې ده.

د یاد کمیسیون د معلوماتو پر اساس په غصب شویو ځمکو ترډیره حده ښارګوتي او سوداګریزې ودانۍ جوړې شوې.

د حکومت پر اعمالو د ولسي جرګې د څارنې د ځانګړي کمیسیون مرستیال محمد اکبرستانکزی وایي؛ چې دا مهال په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې په پراخه کچه ځمکه غصب شوې ده.

ښاغلي ستانکزي وویل، چې د سیاسي او نورو لاملونو په علت د ځمکو اصلي غاصبین لاتراوسه نه دي افشا شوي.

"موږ کوښښ کوو، دغه سیاسي ملحوظات چې د ځمکو د غاصبینو سره شوي دلیل یې پیدا کړو او په دې خو ټول پوهیږي چې، چا په کابل کې څومره ځمکه غصب کړي پرته له دې موږ په دې پوهیږو او په سترګو ګورو، چې کوم کسان غاصبین د ځمکو دي، آیا دوي په حکومت او نظام کې څوک لري چې ملاتړ یې کوي، دغه راپور چې موږ ته رارسیدلي په دې اړه زما شخصی نظر دا دی، چې ۵۰ فیصده هم په لست کې له دقت څخه کار نه ده اخیستل شوي."

د کرهنې وزارت په دې وروستیو کې د ځمکو د غصب په اړه یو نوي راپور د وزیرانو شورا ته هم وړاندې کړ.

د کرهنې وزیر محمد آصف رحیمي وویل، چې د هیواد په سطح یو اعشاریه اوه ملیونه جریبه ځمکه غصب شوې.

ده ویلي چې، د ځمکو په غصب کې تر ډیره زورواکان، یوشمېر سیمه ییز قومندانان، ځیني قومي مشران او یوشمېر لوړپوړي چارواکي لاس لري، چې لا تراوسه له دوی سره د قانوني مرجعو له خوا حساب کتاب نه دی شوی.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG