د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۰

نیازی: سعودي د افغان حاجیانو برخه، شل فیصده کمه کړې


د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایي، سعودي عربستان سږ کال حج ته د حاجیانو برخه، شل فیصده کمه کړي.

د حج او اوقافو وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل، سعودي عربستان پریکړه کړې چې؛ دا فیصدي د نړۍ د ټولو اسلامي هېوادونو په حاجیانو یو شان پلي کړی.

د حج او اوقافو وزیر د دې علت د مکې په مسجدالحرام کې انکشافي کارونه، ترمیمات او د داسې نورو تخنیکي چارو بشپړول، په ګوته کړل.

دا وزارت وایي، دا پریکړه یوازې د سږ کال لپاره شوې ده.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایي، سږ کال به له افغانستانه ته څلورویشت زره افغانان د حج د فریضې د اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي.

پخوا تر دې به هر کال څه باندې دیرش زره افغان حاجیان، سعودي عربستان ته تلل.

د حج د اوقافو وزیر محمدیوسف نیازي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د سعودي عربستان حکومت دا پریکړه په مکه کې د مسجدالحرام د ځینو برخو د پراخولو، ترمیمولو او د انکشافي کارونو په مقصد کړې ده.

«د سعودي دا اقدام که څه هم هغوي ته لوی اقتصاد زیان دی، خو د حاجیانو د سهولتونه لپاره یي وکړ.

دوي یو میلیارد ریالونه ځانګړي کړي چې؛ مسجدالحرام ځیني برخې ترمیم کړي او تخنیکي وسایل په کې بشپړ کړي او د دې ترڅنګ د طواف سیمه ترمیم او پراخه کړي. د سږ کال شل فیصده کمی یوازې د روان کال لپاره دی»

د حج او اوقافو وزیر وویل، د افغان حاجیانو شل فیصده کموالی به په ټولو ولایتونو کې محاسبه او له مخې به یي پریکړه وشي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال یي په سعودي عربستان کې افغان حاجیانو ته په مکه او مدینه کې د اوسیدو د ځای، ترانسپورت، روغتیایي او داسې نورو خدماتو اسانیتاوې مخکې له مخکې برابرې کړي دي.

د حج او اوقافو وزیر دا هم وویل، څرنګه چې له هېواده حج ته د تلونکو شمېر کم شو، دوي به وکړای شي سږ کال د حاجیانو کارونه د پخوا په نسبت په ښه شان او لږه موده کې ترسره کړي.

د حج او اوقافو وزیر ډاکټر نیازي وایي، سږ کال به له افغان حاجیانو څخه د تیر کال په نسبت شل فیصده کم لګښت واخیستل شي:

«سږ کال د حاجیانو سل ډالره مصرف هم کم شو. تیر کال دولت له هر حاجي څخه په مجموع کې درې زره یوسلو شل ډالره اخیستل خو سږ کال به له هر حاجي څخه درې زره او شل ډالره واخیستل شي.»

سره له دې چې دا وزارت هر کال افغان حاجیانو ته د اسانتیاو د برابرولو خبرې کوي، خو لیدل شوې چې هر کال افغانان حج ته د تګ، په سعودي کې د اوسیدو او هېواد ته د بیرته ستنیدو پر مهال له ستونزو سره مخ شوی دی.

په تیرو کلونو کې د حج او اوقافو وزارت څو تنه لوړ پوړي چارواکې د حج د مراسمو په بهیر کې د پیسو په اختلاس تورن شوی هم وو.

خو دا وزارت ژمنه کوي چې؛ سږ کال به د حج پروسه له پیله تر پای پورې شفافه اوسي.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG