ولسي جرګې د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون په اړه د دویزې لویي جرګې له جوړیدو سره په کلکه مخالفت وکړ.
د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د لویې جرګې جوړیدل د اساسي قانون پرخلاف وګڼل شو.
د ولسي جرګې غړو ټینګار کاوه چې؛ افغان ولسمشر په پام کې لري چې د لویي جرګې په جوړیدو سره په اساسي قانون کې بدلون راولي او خپل واک ته دوام ورکړي، خو جمهوري ریاست دغه خبرې بې اساسه ګڼلي او وايي چې؛ په لویې جرګې کې به یوازې له امریکا سره د امنیتي سند په اړه پریکړه وشي.
په ولسي جرګه د خلکو استازي ټینګار کوي چې؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي سند د تایید یا رد یواځینی مرجع ملي شورا ده نه لویه جرګه.
د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په عمومي غونډه کې ځنيو وکیلانو وویل چې؛ افغان حکومت هڅه کوي له جوړیدونکې لویې جرګې څخه په خپله ګټه استفاده وکړي.
د دوي په وینا افغان حکومت د خپل قدرت د دوام لپاره د لویې جرګې د جوړولو هڅې پیل کړي.
د ولسې جرګې لومړي مرستیال میرویس یاسیني چې؛ د دوشنبې په ورځ یې د دې جرګې مشري هم په غاړه لرله وویل چې؛ د لویي جرګې جوړیدل د اساسي قانون خلاف عمل دی:
"مخکې هم چې کومه عنعنوي جرګه جوړه شوې د اساسي قانون په خلاف وه،قطعآ د شورا په موجودیت کې د داسې جرګو جوړیدل تر سیورې لاندې د ملي شورا د راوستلو په معنی دی او د اساسي قانون سریع نقض دی چې له دې سره د شورا اهمیت کمیږي."
افغان حکومت پریکړه کړې چې؛ د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي سند پرسر د خبرو لپاره لویه جرګه را وبولي او د خلکو نظرونه واخلي.
د سیاسي ګوندونو او ایتلافونو د همکارۍ شورا هم د دې جرګې له جوړیدو سره له مخکې نه مخالفت کړی.
د دې شورا غړو د یکشنبې په ورځ وویل چې؛ په افغانستان کې د ملي ګټو د خوندیتوب په هدف د دودیزې جرګې جوړول د اساسي قانون سره مطابقت نه لري او د افغانستان ملي مسایل باید د مشروع سیاسي ګوندونو له لارې حل شي.
خو د افغانستان جمهوري ریاست دا خبره چې ګوندې ولسمشر کرزی په واک کې د پاته کیدو لپاره لویه جرګه جوړوي رد کړېده.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضي ازادي راډیو ته وویل، چې افغان حکومت د لویې جرګې د جوړیدو پلان لري، خو په دې جرګه کې به یوازې له امریکا سره د امنیتي سند په اړه خبرې کیږي:
"د افغانستان حکومت او خپله ولسمشر کرزي په وار وار ویلي، چې د لویې جرګې جوړیدل یوازې د دې لپاره دي چې؛ د کابل او واشنګتن ترمنځ د امنیتي سند په اړه نهایي پریکړه وشي.
زه بیا ټیګار کوم چې دا لویه جرګه په همدې دلیل جوړیږي."
ویل کیږي چې؛ د کابل او واشنګټن ترمنځ په دغه امنیتي سند کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د امریکايي ځواکونو حضور، دامریکايي ځواکونو قضايي خونديتوب او په دې هیواد کې دامریکا دمتحدو ایالاتو پوځي اډې یې مهمې برخې دي.
ناجیه ساپۍ