د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

امیر محمد پر بایسکل عربستان ته سفر کوي


د کندهار اوسیدونکی امیر محم
د کندهار اوسیدونکی امیر محم
د کندهار اوسیدونکی امیر محمد پر بایسکل عربستان ته سفر کوي.

۵۵ کلن امیر محمد چې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی دی غواړي چې پر بایسکل د ایران او کویټ هېوادونو د لارې عربستان ته سفر وکړي.

امیر محمد وايي، له دې مخکې يي څو ځله پاکستان ایران او دغه راز پلازمینې کابل او د لغمان ولایت ته يي پر بایسکل سفرونه کړي.

د نوموړي په وینا عربستان ته يي د سفر هدف د مکې معظمي زیارت کول او دغه راز نړېوالو ته د سولې پیغام رسول دي:

"زه مخکې هم کراچی ته تهران ته کابل جلال اباد ته لغمان ته پر بایسکله تللی یم دا اوس چې د عربستان د ویزې اخیستلو لپاره هم کابل ته پر بایسکل تللی وم."

امیر محمد وايي، دولتي چارواکي د ویزې په اخیستلو کې ورسره لازمه همکاري نه کوي.

د نوموړي په وینا له دې وجې خپل د سفر د پیل دقیق وخت نه شي ټاکلای.

محمدصادق رښتینی- کندهار
XS
SM
MD
LG