واشنګټن پوست ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: امریکایي عسکر باید افغانستان پرې نږدي – تر سرلیک لاندې د مایکل اوهانلون چې د افغانستان د انتخاباتو څارنه یي کړي او څو ځلې یي د ایساف په مرسته افغانستان ته سفرونه کړي، یو مضمون خپور کړی دی.
لیکوال په مضمون کې لیکې: د راپورونو له مخې، د جمهور رئیس اوباما ادارې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو ایستل چټک کړي او د ۲۰۱۴ م کال وروسته له دي هیواد څخه د ټولو عسکرو د ایستلو خبره یي هم کړې ده.
د مضمون د لیکوال په وینا، دا مسله د درک وړ ده، خو عاقلانه کار ندی. حتی که چیري دا مسله د امتیازاخیستنې په مقصد وي ، بیا هم په افغانستان کې د امریکا په روان ماموریت کې یوه اشتباه ده.
د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما، افغانستان د متحده ایالاتو د امنیت لپاره ډېر مهم ځاي بولې او له شپته زرو زیات عسکر یي دي هیواد ته استولې دي.
واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکې: له افغانستان څخه د ټولو امریکایي عسکرو ایستل له دي امله ندې چې د افغانستان جګړه اوږده او ستونزمنه ده، بلکه له جمهور رئیس حامد کرزي سره د امریکایانو کار کول ګران شویدي.
په تيرو وختونو کې د اداري فساد، په انتخاباتو کې د درغلیو او نورو مسلو سربیره، نوي لانجه هم راپیدا شوې ده.
جمهو ررئس کرزي د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه په دوه مخۍ تورن کړل او د امنیتي ستراتیژیکې تړون پر سر خبرې یي بندي کړې.
واشنګټن پوست زیاتوي، جمهور رئیس کرزی اندیښمن دی چې امریکایي چارواکې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د چټک ایستلو په مقصد، په پټه له طالبانو سره معامله کوي او دی شاته کوي.
ورځپاڼه لیکې: جمهور رئیس کرزی په متحده ایالاتو تور لګوي چې په افغانستان کې افراطیت او بنسټ پالنه هڅوي او د افغانستان د عاجلو اړتیاو او د تروریزم ضد جګړې پر ځاي، په سیمه کې د خپلو پراخو سیمه ایزو هدفونو په فکر کې دي.
واشنګټن پوست د تحلیل په یوې برخې کې لیکې: د واشنګټن پر وړاندي د جمهور رئیس کرزي اعمال په ریښتیا هم د خواشینۍ وړ دي، خو ددي دلیل نشي کیداي چې متحده ایالات له افغانستان څخه د خپلو ټولو عسکرو د ایستلو ګواښ وکړي.
فارین پالیسي خپرونې په افغانستان کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کې یي راغلي:
له نهو میاشتو څخه په لږې مودې کې به په افغانستان کې یوه مهمه سیاسي حادثه رامنځ ته شي ، پدي معنی چې په تيرو څلورو لسیزو کې به د لومړي ځل لپاره سیاسي قدرت په سوله ایزه توګه، په ډموکراټیک ډول انتخاب شوي مشر څخه بل ته انتقال شي.
د خپرونې په باور، دا کار په هغه صورت کې ترسره کیداي شي چې د انتخاباتو لپاره داسي قانونې چوکاټ او امنیت برابر شي چې افغانان په کافې شمير کې د رایو صندوقونو ته د تلو امکان پیدا کړي، د انتخاباتو نتیجې ومنلې شي او د ناتو ځواکونو له وتلو وروسته یعنې د ۲۰۱۵ م کال په پیل کې په افغانستان کې ثبات ټینګ شي.
فارین پالیسي خپرونه وړاندي لیکې: پداسي حال کې چې افغانان د داسي یوه نوي مشرتابه لپاره هیله من دي چې د تیرو لسو کالو لاسته راوړنوپه رڼا کې پرمخ لاړ شي او مهمې ستونزې حل کړې، دوي دغه راز په انتخاباتو کې د خرابیو او د سیاسي انتقال د عملیې د ناسم مدیریت په خطرونو هم ښه پوهیږې.