د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې مفتش دفتر وايي، په هلمند ولایت کې د امریکا د پوځ یوه نوې جوړه شوې پوځي اډه چې؛ هیڅ نه ده کارول شوې، ډیر احتمال لري چې؛ له منځه یوړل شي.
د چارشنبې په ورځ دې ادارې وویل چې؛ د دې پوځې اډې پر جوړولو څلور دیرش میلیونه ډالر لګول شوي دي او هیڅ ګټه ترې نه ده اخیستل شوې.
د افغانستان د بیا رغونې د چارو په برخه کې د امریکا ځانګړې مفتش جان سوپکو وايي، د دوی د لومړنیو موندنو له مخې دا ډیر خواشینی دی چې؛ پوځ د امریکا د مالیه ورکونکو پیسې د بیا رغونې پر یوه داسې پروژه لګولې دي چې؛ دوي کولای شوه کار پرې بند کړي.
نوموړې زیاته له بده مرغه دا پوځې اډه نه ده کارول شوې او امکان لري چې؛ هیڅکله به د هغه څه لپاره ونه کارول شي د کوم څه په هدف چې؛ دا پوځي اډه جوړه شوې وه.
د امریکا ځانګړي مفتش په یو راپور کې د یو لوړ پوړي امریکايي پوځي چارواکي له خولې ویلي، دا پوځي ودانۍ د هغه پوځي کنډک لپاره پلان شوې وه چې؛ افغانستان ته هیڅ وا نه ستول شو. ورپسې پریکړه وشوه چې؛ دا ودانۍ دې نه جوړیږي. خو پرته له دې چې؛ دلیل وویل شې، د دې پوځي اډې جوړول پیل شول او اوس دا پوځي اډه بشپړ شوې ده.
جان سوپکو وايي، پوځي چارواکو ورته ویلي چې؛ دا پوځي اډه به یا له منځه وړل کېږي او یا به افغان حکومت ته سپارل کېږي. ځکه په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور په کمیدو دی او د دې اډې د کارولو اړتیا نه پېښیږي.
جان سوپکو وايي، د دې مسالې د هواري لپاره دواړه لارې سمې نه دي، د یو نوې او داسې ودانۍ ورانول هم پرځای کار نه دی چې؛ هیڅ نه وي کارول شوې او افغان لورې ته یې سپارل هم سم نه دي چې؛ ځکه ددې اډې د ساتلو وړتیا نه لري.
د جرمني خبري اژانس د یو امریکايي پوځي چارواکې له خولې ویلي دي، په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو په کمیدو سره دا ودانۍ د امنیتې کړۍ څخه د باندې ده او د امریکايي سرتیرو لپاره یې کارول مصون نه دي.
د دې پوځي چارواکې په وینا دا مهال پوځ سره په دې اړه دوه لارې دي چې؛ یا دا ودانۍ ونړوي او یا یې افغان حکومت ته وسپاري.
تر دې مخکې ناټو په افغانستان کې ګڼ شمېر وړې پوځي اډې چې؛ دوي خوشې کړي یا نړولي دي او یا یې افغان حکومت ته سپارلي دي.
افغان حکومت که څه هم له ناټو غوښتي دي چې؛ په دې هېواد کې جوړ کړي تاسیسات دې نه نړوي او باید دوي ته یي ور وسپاري، خو د ګڼو سره لا هم په دې اړه اندېښنې شته چې؛ ایا افغان حکومت د دې وړتیا لري چې؛ له ناټو څخه ورپاتې شوي پوځي اډې وساتي کنه.