د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

پاپ فرانسیس د ایټالیا د لمپيدوسا ټاپو ته ولاړ


د رومن کاتولیکې کلیسا مشر پاپ فرانسیس نن د ایټالیا هغه ټاپو ته ولاړ چې؛ په یو شمېر عربي هېوادونو کې د خلکو د پاڅون له پيله اروپا ته د غیر قانوني مهاجرو په لومړي منزل بدل شوی دی.

د ایټالیا دا ټاپو د لمپيدوسا Lampedusa په نوم یادیږي چې؛ هرکال د منځني ختيځ او افریقايي هیوادونو څخه زرګونه غیر قانونی مهاجر ور رسیږي.

دې ټاپو ته د پاپ فرانسیس د سفر په اړه فرشته جلالزۍ رپوټ لري:

د لمپیدوسا ټاپو د ایټالیا له سیسلي ښار څخه دوه سوه پينځلس کیلومتره واټن لري خو د تونس له سواحلو څخه یې فاصله یوازې شپږ اتیا کلیومتره ده نو په دې توګه ویلای شو چې دا ټاپو د ایټالیا په پرتله افریقا ته نږدې پروت دی.

دا ټاپو یوازې شل کیلومتر مربع مساحت لري چې یوازې شپږ زره کسان په کې اوسي او زیات خلک د کبانو په نیولو او خرڅولو او همدا راز د دوبي په میاشتوکې د بهرنیو سیلانیانو لپاره د میلمه پالنې په پيسو ژوند کوي.

رپوټونه وايي چې؛ په یو شمیر عربي هیوادونو کې د خلکو د ولسي پاڅونو په اوج کې د افریقا د شمال له هیوادونو څخه پینځوس زره غیر قانوني ګډوال د ایټالیا لمپيدوسا Lampedusa ټاپو ته رسیدلي دي .

دې ټاپو ته د کډوالو د تګ سلسله روانه ده او د فرانسې خبري اژآنس وايي چې یوازې د روان کال له پيل راهیسې څلور زره تنه دې سیمې ته رسیدلي چې د تیر کال د همدې میاشتو په پرتله د کډوالو په شمیر کې درې برابره زیاتولای څرګندوي.

د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې د روان کال له پيل راهیسې څلویښت تنه چې له دې ټاپو څخه يې ایټالیا ته د رسیدو هڅه کوله مړه شوي دي.

د فرانسې خبري اژآنس چې په تیرو شلوکلونو کې څه باندې اولس زره غیرقانوني مهاجر له دې لارې اروپايي اتحادیې ته د درسیدو په هڅه کې مړه شوي دي.

د دې کډوالو سترې جوپې د لیبیا او تونس له سواحلو لمپيدوسا ته ورځي .

د ایټالیا صدراعظم په وروستیو کې د لیبیا پر حکومت غږ وکړ چې خپلې سمندري پولې ټينګې کړي او د امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

ایریتریا ، سومالیا ، افغانستان ، مصر ګامبیا ، مالي او سوریه هغه هیوادونه دي چې زیات شمیر خلک یې په اروپايي هیوادونو کې د پناه اخیستلو لپاره دې ټاپو ته ځي.

په دې ټاپو کې د پناه غوښتونکو لپاره یوازې یو مرکز شته چې دوه نیم سوه کټونه لري.

د دې مرکز په اړه هر وخت شکایت کیږي چې ځاي ډير تنګ دي، د نظافت او پاکي چندان امکانات نه لري او ډيره ګڼه ګوڼه په کې وي.

د سیمې خلک وايي چې؛ له کډوالو سره د مرستې هڅه کوي خو ډیر څه نه شي کولای.

وړم کال د څه باندې پینځه سوه تنو بیړۍ چې د غرقیدو په حال کې وه د سیمې د خلکو په مرسته وژغورل شوه .

د رومن کاتولیکې کلیسا پاپ فرانسیس د دې وضعیت د کتلو او خلکو ته د خدمت او برکت د د عا لپاره سیمې ته تللي وو.
XS
SM
MD
LG