د لوګر ولایت امنیتي مسوولین هغه راپورونه ردوي چې؛ وایي وسلوالو طالبانو د څو ورځو راهیسې د دې ولایت د ازرې ولسوالۍ محاصره کړې ده، خو په مشرانو جرګې د لوګر سناتوران وايي چې؛ دا ولسوالۍ محاصره ده او خلک یې د خوراکي موادو او درملو له کمښت سره مخ شوي دي.
ازره د لوګر یوه سرحدي ولسوالۍ ده چې؛ د ناامنیو د ډیریدو او د وسلوالو طالبانو له خوا یې د لارې د تړل کیدو راپورونه ورکړل شوي دي، خو د لوګر امنیتي چارواکي بیا دغه راپورونه ردوي.
د لوګر د امنیې قومندانۍ مرستیال رییس خان صادق عبدالرحیمزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبره رد کړه چې؛ ګنې وسلوالو طالبانو دا ولسوالۍ محاصره کړې خو دا یې ومنله چې ناامنۍ پکې زیاتې شوي دي.
عبدالرحیمزي د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل چې ډیر ژر به په ازرې ولسوالی کې یو لړ عملیات پیل کړي:
"ازره ولسوالۍ له پاکستان سره ګډه پوله لري او یوه سرحدي ولسوالی ده، هلته ستونزې شته خو دومره نه دي چې خلک دې له لوږې پکې مړه شوي وي او لارې د خلکو په مخ تړلې وي.
موږ د خپلو خلکو په مرسته پدې توانیدلې یو چې؛ هلته حالت نورمال وساتو .
امنیتي پلانونه په پام کې لرو او ډیر ژر به یې پیل کړو کوم تخریب کاره خلک چې جګړه غواړي سیمه له هغوی نه پاکه کړو."
خو د سیمې ځینې اوسیدونکي او په ملي شورا د لوګر د خلکو استازي د لوګر د ازرې ولسوالۍ امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بولي.
داسې راپورونه ورکړل شوي چې؛ وسلوالو مخالفینو د ازرې لارې تړلي دي او ددې ولسوالۍ خلک د خوراکي موادو او درملو له کمښت سره مخ شوي دي.
په مشرانو جرګې کې د لوګر ولایت یو سناتور هدایت الله هم وايي چې ازره محاصره ده او درمل او خوراکي مواد ورته نه رسیږي.
نوموړي د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته په خبرو کې وویل چې باید ملي اردو ددې ستونزې د هواري لپارا اقدام وکړي:
"هلته عربان، پاکستانیان، چیچینیایان او ازبک راغلي او تر څو چې پدې ولسوالی کې امنیتي ارګانونه په ځانګړې توګه د کورنیو چارو وزارت مداخله ونه کړي دا ستونزه نه حل کیږي.
داسې وخت به راشي چې بیا به په کنډکونو کنډکونو ملي اردو لیږی خو هلته به امنیت نشی ټینګولی."
د رپوټونو له مخې په لوګر کې د وسله والو طالبانو د تیر په پرتله ډیر شوی دی.
د لوګر ولایت یو شمیر اوسیدونکي وایي چې د دې ولایت سلګونه کورنیو په تیرو دوه درې کلونو کې د نا امنیو د ډیریدو له امله خپل کورونه پريښي دي او نورو سیمو خصوصاً کابل ته کډه شوي دي.
کتوونکي د لوګر ولایت امنیت په دې هم مهم بولي چې د موقعیت له پلوه په دې ولایت کې ناامنۍ پر پلازمینې کابل هم تاثیر کولای شي.
جمیله ظریف