د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۷

د سولې د پروسې لپاره وخت په ختمیدو دی


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د وروستیو جګړو په اړه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

که څه هم چې؛ په دې جګړو کې د طالبانو مرګ ژوبله د افغان سرتیرو د تلفاتو په مقایسه څو چنده زیاته وه، خو د افغان ځواکونو زیاتې مرګ ژوبلې دا ځواکونه له یو لړ ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د واشنګټن پوسټ په وینا د روان میلادي کال له پیل څخه تر تیرې جون میاشت پورې ۹۲۷ افغان پولیس او سرتیري وژل شوي دي.

پینن سولا ورځپانې هم د افغانستان په اړه یو مطلب خپور کړی چې؛ عنوان يې دی افغانستان د رکود په حال کې.

ورځپاڼه لیکي: له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو وتلو ته کم وخت پاتې او همدې ته په کتنه د سولې د پروسې لپاره وخت په ختمیدو دی.

ورځپاڼه زیاتوي، که د سولې په اړه خبرې اترې پیل هم شي چې؛ احتمال يې کم دی، نو یوې موافقې ته رسیدل به اسانه نه وي.

د مطلب لیکونکی وايي، طالبانو تر اوسه د سولې خبرو ته چمتوالۍ نه دی ښودلی او په قطر کې د هغوي لپاره د دفتر د پرانیستل کیدو سره سره خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

پینن سولا ورځپاڼه لیکي، د ولسمشر کرزي حکومت هم د سولې د پروسې له څرنګوالي چندان راضي نه ښکاري او په دې اړه خبرې اترې يې له امریکا سره د افغانستان د پوځي همکاریو په تړون پورې تړلي دي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

هغه څه چې؛ د سولې خبرې يي ستونزمنې کړي په مختلفو برخو کې د اختلافاتو موجودیت دی.

له یوې خوا طالبان مثبت ګامونه نه اخلي او له بل لوري له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور په اړه د کابل او واشنګټن ترمنځ اختلافات موجود دي.

خو د پینن سولا ورځپاڼې په وینا د ټولو ستونزو سره سره په قطر کې طالبانو لپآره د دفتر ساتل اړینه ده ځکه ددې دفتر تړل به د سولې د پروسې د تړولو په معنې وي.

ورځپاڼه زیاتوي که خبرې اترې نتیجه هم ورنکړي بیا هم د سولې ټولې لارې باید پرانستې وي ځکه له دې پرته بل غوره انتخاب نشته.

پینن سولا ورځپاڼه د مطلب په اخر کې لیکي:

یوه خبره چې؛ هیلي له ځانه سره لري داده چې طالبانو تر اوسه پورې دا نه دي ویلي چې د سولې له پروسې اوځي او تر څو چې دا کار نه وي شوی په افغانستان کې د سولې لپاره هیله مندي موجوده ده.
XS
SM
MD
LG