په داسې حال کې چې؛ متحد ایالات له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیل هڅه کوي، د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د پخلاینې په اقداماتو کې د احتیاط سپارښتنه کړې ده.
جنرال مارتین دیمپسي په یوه ټلویزیوني مرکه کې چې؛ پرون خپره شوه ویلي چې؛ که د سولې په روانو هڅو کې لازم احتیاط ونشي نو په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو قربانۍ به حیف شي.
د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارتین دېمپسي په خپله مرکه کې وویل، په داسې حال کې چې د امریکا حکومت له طالبانو سره د پخلاینې لارې چارې لټوي، د هغو قربانیو په اړه چې امریکایانو په افغانستان کې ورکړي فکر کول تل ګران کار دی، خو ده زیاته کړه چې د نړۍ ټولې جګړې د سیاسي پخلاینې په وسیله پای ته رسېږي او همدا د جګړو د ختمولو لاره ده.
له 2001 کال راهیسې چې امریکا د طالبانو د رژیم د پرزولو لپاره په افغانستان کې پوځي عملیات پیل کړي دي تراوسه شاوخوا 3200 امریکايي سرتېري له طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي.
اوس امریکا په داسې حال کې چې د 2014 کال ترپایه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د اېستلو پلان لري، د ولسمشرحامد کرزي په مشرۍ د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د پخلاینې هڅې یې پیل کړي.
د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز مارتین دېمپسي چې له سي ان ان ټلویزیوني چینل سره یې خبرې کولې دا ومنله چې؛ دی له ځینو طالب مشرانو سره چې په افغانستان کې یې په خونړیو جګړو کې برخه اخیستې د پخلاینې په برخه کې اندېښمن دی او زیاته یې کړه، طالبان څو ډلې دي چې ځینې یې پخلاینې ته تیار دي خو ځینې نور یې سوله نه غواړي.
دېمپسي وویل که د پخلاینې په روانو هڅو کې دقت وشي نو دی به د امریکايي سرتېرو د قربانیو د له لاسه تلو په اړه اندېښنه ونه لري.
په پام کې وه چې؛ د امریکا او طالبانو ترمینځ د سولې خبرې په تېره عیسوي میاشت کې پیل شي خو له پیل مخکې ناکامې شوې.
افغان ولسمشر د افغانستان او امریکا ترمنځ د مهم امنیتي تړون په اړه له امریکايي لوري سره خبرې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستو پر څرنګوالي له اعتراض وروسته وځنډولې.
ولسمشرکرزي ویلي، د دې تړون په اړه خبرې هغه مهال پیلېدای شي چې؛ طالبان د سولې له عالي شورا سره خبرو ته کېني خو طالبانو د سولې د عالي شورا له استازو سره له خبرو په پرله پسې ډول ډډه کړې ده او وایي چې حامدکرزی بېواکه ولسمشر دی.
د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په خپله دې مرکه کې د افغان ځواکونو د وړتیا په اړه په ډېر احتیاط سره خبرې وکړې ویې ویل، په راتلونکو څو میاشتو کې به افغان ځواکونه هغه پراو ته چې د ټول هېواد امنیت ټینګ کړي ورسېږي. خو جنرال دیمپسي د ځینو نورو مسایلو په اړه په ناامېدۍ سره خبرې وکړې.
ده وویل چې په افغانستان کې د حکومتدارۍ د ځینو نورو اړخونو په اړه که اقتصادي دي که سیاسي په ډېرې خوشبینۍ سره خبرې نشي کولای.