د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۷

حقیق: د سحرګل په قضیې کې تورن کسان له بنده نه دي ازاد شوي


د کابل د استیناف محکمې مسوولین هغه راپورونه ردوي چې؛ ګواکې د سحرګل په قضیې کې تورن کسان له بنده ازاد شوي دي، خو هغوي تاییدوي چې د ابتدايي محکمې له خوا دوي ته اورل شوې سزا لغوه شوې ده.

د کابل یوې ابتدايي محکمې د سحر ګل خسر، خواښې او اندرور ته د لسو لسو کلونو بند سزا اورولې وه.

څوارلس کلنه سحرګل په بغلان کې د خپلې خسرګنۍ د ځینو غړو له خوا دومره شدیده شکنجه شوې وه، چې دغې پيښې په افغانستان او نړۍ کې د بشر د حقونو د فعالانو او سازمانونو اندیښنې راپورته کړې.

د کابل داستناف محکمه وايي، که څه هم دغه محکمې د ابتداییه محکمې پریکړه چې؛ د سحرګل په شکنجه کې په لاس لرلو تورنو کسانو ته یې د لسو لسو کلونو بند سزا اورولې وه، یوې ځلې تایید کړې وه، خو دا پریکړه یې وروسته له هغې بیرته واخیستله چې سترې محکمې دغه دوسیه بیرته ور ولیږله.

د کابل استناف محکمې رییس صدیق الله حقیق وايي، د سترې محکمې اړوندو قاضیانو سحرګله او تورن کسان مخامخ کینولي و، له غور وروسته یې د یوه لارښودي قرار له مخې دغه دوسیه بیرته د استیناف محکمې ته استولې وه.

ښاغلي حقیق ازادۍ راډيوته وویل چې؛ د استناف محمکې د جزا دیوان د سترې محکمې له قرار سره سم یو ځلې بیا پر دوسیې غور وکړ او د سحر ګل په شکنجه تورنو کسانو ته یې برایت ورکړ.

هغه زیاته کړه، د اسنتاف محکمې د جزا د دیوان دا پریکړه وروستۍ نه ده او ستره محکمه به په دې اړه وروستۍ فیصله کوي:

"دغه موضوع نهایي شوې نده داستناف محکمې د جزا دیوان دوی ته فیصله اورولې ده دوی باندې دبرایت حکم کړی په نږدې راتلونکي کې به یې فیصله تکمیلیږي هغه به دڅارنوالۍ له لارې سترې محکمې ته ځي،ستره محکمه به په دې فیصلې باندې بیا غور کوي اوخپل پخوانی قرار به هم په نظر کې نیسي او هغه رسیده ګي چې دقانون په چوکاټ کې دې ته شوې په هغه باندې به بیا غور کوي اوله هغې نه وروسته به بیا معلومیږي."

تېر کال سحر ګل د بغلان په ولایت کې په داسې حال کې موندل شوې وه، چې د کور په زیرزمیني کې ساتل کیده او دخسرګنۍ د ځینو غړو سخته شکنجه شوې وه.

له څوارلس کلنې سحر ګلې نوکان ویستل شوي و، په امبور باندې یې غوښې ویستل شوې او ډول ډول نوره شکنجه ورکړل شوې وه.

تیر کال د کابل د څلورمې حوزې ابتدايي محکمې په دې پیښه کې د لاس لرلو په تور د سحر ګل خواښې، خسر او اندرورو په لسو لسو کلونو بند محکوم کړي و.

خو په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شول چې د ابتدايي محکمې حکم رد شوی او تورن کسان پریښودل شوي دي.

خو د استیناف محکمې د جزا د دیوان یوه قاضي عبدالوحید ارینزاد ازادي راډیو ته وویل چې تورن کسان لا هم په بند کې دي.
نوموړي وویل چې د تورنو کسانو په اړه یوازې د قتل د اقدام تور لرې شوی خو هغوی به د تاوتریخوالي په تور محاکمه کیږي:

"د ښځو پروړاندې دتاوتریخوالي دمخنيوي قانون په محکمو کې نافذ دی موږ دهغه حکم په اساس احکام صادره و دتاوتریخوالی په وړاندې دمخینوي په قانون کې داسې ځانکړی جزا نشته کله چې تاوتریخوالی ثابت شي راجع کیږي دجزای مواد د جزا قانون ته موږ دجزا دقانون په پام کې نیولوسره د تاوتریخوالي څومره والي اوڅرنګوالي ته په کتو خپل حکم صادره و."

په افغانستان کې د بشر د حقونو ځینو فعالانو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د س سحر ګل په قضیه کې د تورنو کسانو په اړه د کابل د استیناف محکمې پر حکم اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ولسي جرګې د ښځو د چارو د کمیسیون مسوولینو ویلي چې دوی به دا مسله په ولسي جرګې کې مطرح کړي.

رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG