د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۰

په زابل کې چاودنو لس تنه مړه او ټپيان کړل


تېر ماښام ناوخته په کلات کې د زابل د سولې شورا د پخواني مشر داوود ګلزار کور ته څېرمه چاودنه شوې ده، چې د زابل د جنايي مدير په ګډون پکې پنځه تنه ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، پوليسو ماين تر چاودېدو له مخه ليدل وو او د خنثی کولو هڅه يې کوله چې پرې ور چاودېدلی دی.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، د پېښې ټپيان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوی دي.

دی وايي، په چاودنه کې د داوود ګلزار او ځينې نورو کورونو ته هم زيان اوښتی دی.

"دا چاودنه تېر ماښام تر اوو بجو وروسته د داوود ګلزار د کور مخې ته شوې ده، پوليس ماين کشف کړی وو او د خنثی کولو هڅه کوله چې د ريموټ کنټرول په واسطه پرې ور چاودل شوی دی. په دغه پېښه کې د زابل د جنايي مدير په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي."

بله خوا بيا تېره ورځ د دغه ولايت په سيوري ولسوالۍ کې د عامو وګړو پر يو ټراکټور د سړک پر غاړه خښ شوی ماين ور چاودېدلی دی، چې پکې د يو ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

د زابل د امنيت امير غلام جيلاني فراهي وايي، چاودنه د سيوري ولسوالۍ په اخوندزاده خېلو سيمه کې شوې ده.

دی وايي، په سيمه کې افغان سرتېرو پلټنې پيل کړې دي، خو له چاودنې سره د تړاو لرلو په تور يې تر اوسه څوک نه دي نيولي.

"د ملکي خلکو يو ټراکټور په اخوندزاده خېلو سيمه کې پر يو ماين ختلی دی، چې له امله يې دوه ټپيان شوي او د يوه نهه کلن ماشوم په ګډون پکې درې تنه وژل شوي دي."

چارواکي چاودنې د طالب وسله والو کار بولي، خو تر اوسه پورې لا دغې ډلې په اړه څه نه دي ويلي.

په زابل کې د هوا له تودېدو سره په دې وروستيو کې يو ځل بيا د ناامنيو پېښې زياتې شوې دي.

څه موده وړاندې د ځانمرګو يوې شپږ کسيزې ډلې د دغه ولايت په ولايتي شورا بريد کړی وو، چې پکې اتلس تنه ټپيان شوي وو، خو بريد کوونکي ځانمرګي په څو دقيقو کې وژل شوي وو.

راپور: سيدشاه
XS
SM
MD
LG