د هند د بهرنيو چارو وزير وايي، هېواد يې د افغانستان د سولې بهير له نژدې څاري.
سلمان خورشيد پرون د سرينګر په کشمير پوهنتون کې يوه کنفرانس ته وويل، د سولې خبرې بايد د افغانانو په مشرۍ وشي.
باثباته افغانستان او ايران د هند د انرژۍ د خونديتوب او تضمين لپاره مهم دى؛ ځکه دواړه هېوادونه د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره چې د "هايډروکاربن" شتمنې زېرمې لري- ارتباط ته زمينه برابروي.
د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد پرون د سرينګر په کشمير پوهنتون کې يوه کنفرانس ته دا خبره وکړه.
ده وويل د ايران له طريقه له مرکزي اسيا او روسيې سره د هند د تړلو لپاره شمالي او جنوبي ملي لار تقويه کوي، دغه راز غواړي د ايران له چاه بهار بندر څخه په استفادې افغانستان، ازبکستان او تاجکستان ته لار پيدا کړي.
دى وايي، د رېل د داسې پټلۍ د جوړولو تمه هم لري؛ چې له قزاقستان څخه ترکمنستان او بيا ايران ته غزېدلې وي.
خورشيد وايي هيله لري، د افغانستان وضعيت ښه شي او له دې سره به افغانستان ورته د يوه پله حيثيت خپل کړي، چې منځنۍ اسيا او ايران ته به غزېدلى وي.
د هند د بهرنيو چارو وزير وايي، هند د افغانستان د سولې بهير له نژدې څاري. د ده په خبره وايي په امريکا او اروپايي ټولنه کې يې خپلو دوستانو ته ويلي، چې د ټولو ګډ تصميم بايد دا وي څو په افغانستان کې د سولې خبرې بايد د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.
تر دې مخکې ولسمشر حامد کرزي د بريتانيا له صدراعظم ډېوېډ کامرون سره په يوه کنفرانس کې وويل چې ځينې هېوادونه هڅه کوي په افغانستان کې ملوک الطوايفي وتپي او په دې برخه کې په پاکستان کې هم هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جيمز ډابنز د پنج شنبې په ورځ په هند کې وويل، د پاکستان او هند ترمنځ د اړيکو ښه کېدل د افغانستان د لانجې په حل کې مرسته کوي.
د هند بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد د سرينګر په کشمير پوهنتون کې کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وويل، ممکنه نه ده چې څوک دې له دباندې افغانستان يا د نړۍ بلې برخې ته يوه بريالۍ سوله راولي. ده زياته کړه افغانان بايد پرېښودل شي، چې خپل برخليک خپله وټاکي.
هندي چارواکي وايي د بيارغونې او پراختيا په برخه کې به له افغانستان سره مرسته کوي او تمه لري افغان حکومت د مخدره موادو قاچاق، افراطيت او دېته ورته نورو مسايلو ته پام وکړي.
سلمان خورشيد وويل چې له افغانستان سره د بندونو او سړکونو په جوړولو کې مرسته کوي.