راپور : اسدالله "لودین"
له فساد سره د مبارزې عالي ادارې هغه راپور تایید کړ، چې افغانستان یې په یوسل او اته اویا هېوادونو کې ۷ ناکام هېواد یاد کړی دی.
د دې ادارې مشر عزیزالله لودین ازادي راډیو ته وویل، افغانستان په تیرو دولسو کلونو کې هغسې پرمختګ ونه کړ لکه څنګه یې چې تمه کیده.
"د سولې صندوق او بهرني سیاست" په نوم په امریکا کې یوې خپلواکې ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي، افغانستان په سیاست، اقتصاد او ټولنیزو برخو کې د نه پرمختګ له امله اوم ناکام هیواد دی.
له فساد سره د مبارزې عالي اداره مني، چې افغانستان په سیاست، اقتصاد او ټولنیزو برخو کې لازم پرمختګ نه دی کړی او وایي چې؛ علت یې هم د کمزوري حکومت موجودیت دی.
د دې ادارې مشر عزیزالله لودین وایي، په افغانستان کې عملي شوې اقتصادي او زیر بنایي پروژې په نړېوال معیار برابرې نه دي او له اوسني سیاست څخه هم اکثره خلک ناراضه دي.
ښاغلي لودین د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دی د سولې صندوق او بهرني سیاست په برخه کې په امریکا کې د غیر دولتي ادارې له هغې څیړنې سره موافق دی چې؛ د سیاست او اقتصاد په اړه یې کړې ده:
"که ریښتیا درته ووایم موږ په ځینو ساحاتو کې چندان کامیاب نه یو، هغه مراقبت چې باید له پروژو څخه وشي، هغه وجود نه لري، له اقتصادي پلوه اوس موږ مجبورشوي یو چې حتی تروې او مستې له نورو ممالکو نه وارد کړو، دا زموږ د اقتصاد لپاره یوه بدبختي ده، په سیاست کې تاسو وګورئ، دولس کاله کیږي چې دلته افغانان وژل کیږي، نو په سیاست کې کله یوه خبره کیږي او کله بله."
د سولې صندوق او بهرني سیاست لپاره د امریکا یوه نادولتي بنسټ د ۲۰۱۲ کال په راپور کې د یوسل او اته اویا هېوادونو سیاست، اقتصاد او ټولنیز فعالیتونه څیړلي او افغانستان یې په دې برخو کې اوم ناکام هېواد بللی دی.
دغه بنسټ له ۲۰۰۵ کال راهیسې هر کال ورته راپورخپروي او په سږني راپور کې یې چې نهم راپور دی، پاکستان دیارلسم، ایران اوه دیرشم، عراق یولسم، تاجکستان يوپنځوسم او همدا ډول ازبکستان څلورڅلویښتم ناکام هیواد بلل شوی.
له دې وړاندې د شفافیت نړېوال سازمان په خپل کلني راپورکې افغانستان د مفسدو هیوادونو په سر کې راوستلی وو.
له جرمونو او نشه یي موادو سره د ملګرو ملتونو ادارې بیا یوه ورځ وړاندې په خپل کلني راپور کې وویل، چې افغانستان د نشه یی موادو په تولید او د اپینو په کښت کې لومړی درجه هیواد دی.
د ولسي جرګې ځینې غړي هم د سولې صندق او بهرني سیاست لپاره د امریکا د نادولتي بنسټ راپور مني، خو وایي چې د افغانستان د سیاست او اقتصاد په ناکامي کې افغانان نه بلکې بهرنیان ملامت دي.
عبدالستار خواصي ازادي راډیو ته وویل، چې په تیرو څوکلونوکې افغان حکومت په سیاست او اقتصاد کې آزاد لاس نه درلود:
"تاسې وګورئ چې اقتصاد او سیاست د افغانانو په لاس کې نه دی، چې مونږ ووایو د افغانانو په لاس اقتصاد او سیاست ناکام شوی دی، دا قضاوت کولای شو چې د افغانستان سیاست او اقتصاد د بهرنیو په لاس کې دی او بهرنیو ناکام کړی دی، که چیرې د افغانانو په لاس کې وای، زه باور لرم چې دا سیاست نه ناکامیده."
غوښتل مو د خپاره شوي راپور په اړه د جمهوري ریاست او د چارو د ادارې نظر وپوښتو، خو د دوی مطبوعاتي مسولینو وویل، ترڅو چې خپله دا راپور مطالعه نه کړي، نه شي کولای په اړه یې تبصره وکړي.
خو له دې وړاندې ورته راپورونه د جمهوري ریاست له خوا رد شوي دي.
د افغانستان په سیاست او اقتصاد باندې د کمزورتیا ادعاوې په داسې حال کې کیږي چې دې هیواد په دې وروستیو کې د امریکا په ګډون له ګڼ شمیر نورو پرمختللو هیوادونو سره د دوامداره اړیکو او همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.
خو کتوونکي هیله من دي چې دغه تړونونه به په په افغانستان کې له سیاسي او اقتصادي پرمختګونو سره مرسته وکړي.