د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

له بلوچستانه د تښتول شويو چېکۍ سيلانيانو ويډيو خپره شوې


له بلوچستانه د دوو تښتول شويو چېکۍ سيلانيانو تازه ويډيو خپره شوې چې په کې دوى په سيمه ييزو جامو کې ناستې دي او شاته يې د پاکستانۍ ډاکټرې عافيې صديقي انځور لګېدلى دى.

دغه چېکۍ نجونې په خپل پيغام کې د چېک له هېواده غواړي چې؛ د ډاکټرې عافيې صديقي د خوشې کېدو لپاره هڅې وکړي، که نه وي د دوى ژوند به له خطر سره مخامخ شي.

د چېک جمهوريت دوې سيلانۍ نجونې انا همپالووا او انتوني خراتيڅکا د روان مېلادي کال د مارچ پر ديارلسمه نېټه د بلوچستان له تفتان ښاره د کوټې پر لور را روانې وې، چې د چاغي په سيمه کې نامالومو وسلوالو وتښتولې او بيا يې درک ونه لګېد.

د بلوچستان ايالتي حکومت چارواکيو رسنيو ته ادعا وکړه چې د دغو چېکۍ سيلانيانو په موندلو پسې شپه ورځ په سيمه کې پلټنه وکړه او د سيمې د مشرانو په مرسته يې د دوى د خلاسون هڅې وکړې، خو د دغو چېکۍ سيلانيانو هيڅ پل يې پيدا نه کړ.

تر درې نيمو مياشتو وروسته پرون د چارشنبې په ورځ د دغو ترى تم شويو چېکۍ نجونو يوه ويډيو خپره شوه چې دوى پکې په ژمنيو جامو کې پټې او پړوني يې پر سر دي، لومړى خپل ځانونه معرفي کوي او بيا د پاکستانۍ سياينسپوه ډاکټرې عافيې صديقي د خوشي کېدو په بدل کې د خپل خلاسون غوښتنه کوي.

انا همپالووا په دې ويډيو کې وايي:

"موږ له خپلو کورنيو، له خپل ولسمشر، د چېک له خلکو او له اروپايي اتحاديې غوښتنه کوو، چې هغوي د ډاکټرې عافيې صديقي په را خوشي کولو کې د بشردوستۍ په اساس مرسته وکړي. له نړيوالې ټولنې او خصوصاً له امريکا غوښتنه کوو چې مذهبي تقدساتو او ټولنيزو حقوقو ته په پام سره د مسلمانو ښځو حقوق خوندي کړي، له هغې سره انصاف وکړي او په هر قيمت چې وي هغه را خوشې کړي"

په ويډيو کې د دواړو چېکۍ سيلانيانو پاسپورټونه هم ښکاره شوي دي. همپالووا پخپلو خبرو کې وايي دغه ويډيو د اپرېل پر شپاړسمه نېټه جوړه شوې وه، خو اوس د يوې چېکۍ ورځپاڼې له خوا خپره شوې ده.

د دې ويډيو په پيل کې (لبيک عافيه) ليکلي دي، ورپسې د نړۍ نخشه راځي چې له افغانستانه تر امريکا پورې يوه کرښه کاږي او اشاره يې دې ته ده چې ګواکې پاکستانۍ ساينسپوهه ډاکټر عافيه صديقي له افغانستانه امريکا ته يووړل شوه. د دې ويډيو په پيل او پاى کې دغه اردو شعر زمزمه شوى دى:

ډاکټر عافيه صديقي په ٢٠١٠م کال کې له القاعده ډلې سره د تړاو په شک په افغانستان کې پر امريکايي پوځي او د ايف بي اى پر استازي باندې د بريد په تور ونيول شوه او امريکا ته تر انتقالېدو وروسته د يوې امريکايي محکمې له خوا د شپږاتيا کلونو په بند محکومه شوه.

تښتول شوې چېکۍ سيلانيانې وايي دوى روغې رمټې دي، خو ژوند يې په خطر کې دى، که د ډاکټرې عافيې صديقي د خوشي کولو په اړه امريکا مثبت غبرګون ونه ښيي نو مالومه نه ده چې د دوى برخليک به څه وي.

دا چې دغه ويډيو چېرې او چا جوړه کړې، په اړه يې هيڅ مالومات نه شته او نه هم تر اوسه پورې کومې وسلوالې ډلې د دغو چېکۍ سيلانيانو د تښتونې مسووليت منلى دى.

راپور:- بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG