افغان حکومت وایي چې؛ ولسمشر کرزي د امریکا، بریتانیې او پاکستان له مشرانو سره پر ټیلیفون خبرې کړي.
د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیالې د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې؛ په دې خبرو کې د سولې مساله، د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي سند او ځینې نورې موضوعګانې شاملې وې.
د افغانستان له جمهوري ریاسته په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې؛ د پاکستان صدراعظم نواز شریف له ولسمشر کرزي نه غوښتي چې؛ د ځینو مسایلو په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر وکړي.
ولسمشر کرزي په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د سیمې او نړۍ له یو شمېر مشرانو سره پر مهمو سیاسي مسایلو خبرې کړي.
د افغانستان له جمهوري ریاست څخه په خپرو شوو اعلامیو کې ویل شوي چې؛ جمهور رییس کرزي تیر ماښام د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د ویډیو کنفرانس او د بریتانیې او پاکستان له صدراعظمامو ډیویډ کمرون او نواز شریف سره پر ټیلیفون خبرې کړي.
د ارګ له ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر کرزي او جمهور رییس بارک اوباما د خبرو په اړه ویل شوي چې؛ یو نیم ساعت یې دوام وکړ او د سولې د روانو هلو ځلو او د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي سند په اړه پراخې خبرې وشوې.
د دې خبرو په اړه د جمهور رییس کرزي د ویاند مرستیالې عادلې راز ازادي راډیو ته وویل:
"په دې خبرو کې د افغانستان د سولې پروسه، له ګاونډیو سره د افغانستان اړیکې، د امنیتي انتقال پروسه او د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي سند په اړه خبرې وکړې".
د جمهوري ریاست اعلامیه وایي چې؛ د ولسمشر کرزي او جمهور رییس اوباما د خبرو تمرکز په قطر کې د طالبانو د دفتر او په افغانستان کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړه وو.
په دې اړه د افغانستان د جمهوري ریاست په خپره شوې اعلامیه کې ډیر څه نه دي ویل شوي، خو دا څرګنده شوې چې دواړو مشرانو پر یادو شویو مسالو په وضاحت خپل نظرونه تبادله کړي دي.
دغه راز د افغانستان جمهوري ریاست په یوه بله خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې؛ ولسمشر کرزي او د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کمرون هم په قطر کې طالبانو ته د پرانیستل شوي دفتر، د سولې د پروسې پر نورو اړخونو او له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د روابطو په اړه خبرې کړي.
یو ځل بیا د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیاله عادله راز:
"د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کمرون او ولسمشرکرزي پرون ماښام خبرې وکړې او دواړو مشرانو د سولې پر پروسې، په قطر کې د طالبانو د دفتر او له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو په اړه دواړو لوریو خبرې وکړې".
د افغانستان د ارګ له ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ولسمشرکرزي پر دې مسایلو د افغانستان دریځ او خپل نظر په څرګنده د بریتایې صدراعظم ډیویډ کمرون ته بیان کړی.
په همدې حال کې ولسمشرکرزي او د پاکستان صدراعظم نواز شریف هم تیره ورځ پرټلفون خبرې کړي،د افغانستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر دا خبرې تایید کړي او ویلي یی دي چې نواز شریف له ولسمشرکرزي نه غوښتي چې پاکستان ته سفر وکړي.
که څه هم د امریکا،بریتانیې او پاکستان له مشرانو سره د ولسمشرکرزي د دې خبرو په اړه ډیر جزییات نه دي خپاره شوې خو دا ټیلیفوني خبرې په داسې حال کې کیږي چې د سولې د پروسې په اړه افغانستان په ډیرحساس پړاو کې دی.
افغان حکومت تل ټینګار کړی چې د سولې هر ډول خبرې آترې باید د افغانانو ترمنځ او د افغانستان په مالکیت ترسره شي خو وسله والو طالبانو سره له دې چې په قطرکې یې دفتر پرانیستي تراوسه یې له افغان حکومت سره خبرو ته تیاری نه دی څرګند کړی.