د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

په کراچۍ کې شوې چاودنې قاضي مقبول باقر ټپي کړ


د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن سهار چاودنه شوې چې؛ د درېوو پوليس سرتېرو په شمول شپږ تنه په کې وژل شوي او شاوخوا پينځلس تنه په کې ټپيان شوي دي. چاودنه د کراچۍ د اعلى محکمې د قاضي پر قافله باندې شوې ده او په خپله قاضي هم په پېښه کې سخت ټپي شوى دى.

نن سهار د لوى صنعتي ښار کراچۍ پر برنس سړک باندې د اعلى محکمې د قاضيانو دروازې ته نيژدې په داسې وخت کې يوه زوروره چاودنه وشوه چې د دې ښار د اعلى محکمې د قاضي مقبول باقر قافله پر سړک باندې د تېرېدو په حال کې وه.

د چاودنې په نتيجه کې د قاضي مقبول باقر موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى چې؛ نوموړى په کې سخت ټپي شوى دى. په پېښه کې د څو پوليس عسکرو په شمول شاوخوا پينځلس تنه ټپيان شوي دي. يو ټپي عسکر د خپلو سترګو ليدلى حال وايي:

"موټر له مخامخ لوري را روان وو چې؛ څنګه څلورلارې ته را ورسېدو چاودنه وشوه، موږ هم په هوښ کې نه وو يوې بلې خواته مو منډې وهلې، وروسته مو چې وکتل له قاضي صاحب سره زموږ دوه امنيتي کسان هم وژل شوي وو."

د کراچۍ د پوليسو يوه مشر عامر شيخ د چاودنې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې بم په يوه ولاړ موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوى وو او هدف يې د اعلى محکمې قاضي مقبول باقر وو:

"بم په موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوى وو، خو چاودنې چې څومره زيان واړاوه دا په وروسته مالومه شي چې آيا دا ځانوژونکى بريد وو که ځاى پر ځاى شوى بم وو، دا خبره هم له امکانه لرې نه ده چې د پوليسو کوم موټر وو ښايي په هغوى کې ايښول شوى وي."

پوليس وايي، په چاودنه کې ټپي کسان يې سمدستي د کراچۍ ښار جناح روغتون ته انتقال کړي دي. په چاودنه کې د اعلى محکمې د قاضي مقبول باقر هم سخت ټپي شوى چې په يوه شخصي روغتون کې تر درملنې لاندې دى. د سيند د اطلاعاتو وزير شرجيل مېمن د چاودنې په اړه رسنيو ته وويل:

"اووه کسان وژل شوي چې يو رېنجر پوليس، شپږ نور ښاري پوليس دي، قاضي صاحب ته د حکومت له خوا امنيت ساتونکې کسان ورکړل شوي وو، دوه د پوليسو او يو د رېنجر پوليسو موټر په بدرګه ورسره وو."

د چاودنې مسووليت په سمدستي توګه کومې ډلې نه دى منلى، خو په دې وروستيو کې په کراچۍ ښار کې د اکثرو هدفي وژنو او بمي چاودنو مسووليت د پاکستان د وسلوالو طالبانو غورځنګ پر غاړه اخيستى دى.

راپور:- بارکوال مياخېل- پاکستان
XS
SM
MD
LG