وروسته له هغې چې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري د شنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو د دفتر په اړه خبرداری ورکړ، طالبانو داسې نښې نښانې ښودلې دي چې ګوندې غواړې د امریکا غوښتنې ومنې او د قطر په دفتر کې خپل بیرغ ټیټ وساتي.
د طالبانو د قطر د دفتر یو ویاند سهیل شاهین اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، سره له دې چې د دوی یو شمیر ملګري په قطر کې د دوی له دفتر د بیرغ په ښکته کولو او د اسلامې امارت د لوحې په لرې کولو سخت په غوسه دي، خو دوی غواړې مخکې ولاړ شي.
تر دې مخکې د شنبې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري خبردارى ورکړ، که چېرې وسلوال طالبان هغو غوښتنو ته ځواب ونه وايي چې دوى مذاکرې د ښه نيت له مخې کوي، نوى پرانيستل شوى دفتر يې بايد وتړل شي.
جان کرې پر طالبانو ټینګار وکړ چې؛ له څنډې کیدو دې را شاته شي او دده په وینا په مخکې پرته سخته لاره دې خپله کړي.
اوس د اسوشیتید پریس خبرې اژانس د قطر په دفتر کې د طالب استازي سهیل شاهین له خولې ویلي، په تیرو دولسو کلونو کې ددې سیاسي دفتر پرانیستل په افغانستان کې د سولې په لورې لومړنۍ روښنايي ده.
دسهیل شاهین په وینا هغوی چې دې هیواد کې حقیقي سوله غواړي باید ددې حرکت ملاتړ وکړي.
دې طالب استازي ویلي دا لومړۍ ورځې دي، باید دومره لوړې تمې ترې ونه شي چې هر څه دې په یوه ورځ کې حل شي او نه باید خلک له دې بهیره مایوسه شي.
نوموړې د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته په یو تیلفوني تماس کې وویل، امریکايي چارواکو تر اوسه له طالب استازو سره د غونډې په اړه تماس نه دی نیولی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز ډوبین د شنبې په ورځ دوحې ته رسیدلی دی.
جان کري چې دا هم د سوریې د کورنۍ جګړې په اړه په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته تللی پرون وویل امریکایان او د افغانستان د سولې عالي شورا چمتوي دي، او طالبان یې وهڅول چې په پروسه کې پاتې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل دا به په همدې ډیره لومړنۍ ازموینه کې ولیدل شي چې ایا طالبان چمتو دي کنه چې خپله ونډه په دې پروسه کې ترسره کړي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر استازي سهیل شاهین د لومړی ځل لپاره اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، طالبان غواړي په اوربند او همدارنګه له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره د امریکايي ځواکونو په پاتې کیدو خبرې وکړي.
سهیل شاهین په دې مرکه د ښځو د حقونو پر موضوع د خبرو اترو لپاره هم چمتوالی وښود.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د طالب استازي سهیل شاهین له خولې وايي :
"باید اوربند وشي، خو لومړی باید په دې اړه چې اوربند ته څنګه ورسیږو خبرې اترې وشي."
نوموړې د پوښتنې په توګه وویل :
"دا هر څه څنګه په یوه ورځ کې ممکن دي ؟"
د شاهین په وینا دا به د اجنډا یوه برخه وي چې بحث پرې وشي، همدا رنګه په افغانستان د بهرنیو ځواکونو حضور هم باید په اجڼدا کې شامل وي، د افغانانو او افغان ښځو عمومي اندېښنې هم په اجنډا کې شاملیدای شي، او کله چې دا پروسه پر مخ روانه شي نو موږ په کې پرمختګ کولی شو.
طالبانو تر دې مخکې موافقه کړې وه چې چمتو دي، د ګوانتنامو زندان څخه د خپلو پنځو ملګرو د خوشې کیدو په بدل کې له دوی سره یوازینی بندي امریکايي سرتیری باو بریګډال چې څلور کاله د مخه یې نیولی دی خوشې کړي.
له بلې خوا په کابل کې د سولې د عالي شورا چارواکو ویلي دوی اوس هم چمتو دي چې په قطر کې د سولې خبرې پیل کړي او د طالبانو له دفتر څخه یې د امارت د لوحې او بیرغ لرې کول مثبتې نښې بللې دي.