د سوريې د ”دوستو هېوادونو ډلې“ چې د ولسمشر بشارالاسد د رژيم مخالفت کوي، په قطر کې موافقه وکړه، چې د سوريې ياغي جنګياليو ته به وسلې ورکوي.
په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري د سوريې پر ولسمشر تور ولګاوه چې له ايران او حزب اله ډلې څخه د مرستې په غوښتلو سره د سوريې شخړه نړيواله کوي.
د سوريې د يوولسو هېوادونو دې ډلې پرون موافقه وکړه چې هر هېواد به په خپله طريقه په سوريه کې اپوزيسيون ته ټولې ضروري مرستې او تجهيزات برابروي، څو اپوزيسيون او متحدان يې وکړاى شي د رژيم د وحشيانه بريدونو د شنډولو ځواک پيدا کړي.
دا موافقه په داسې حال کې کېږي چې تر دې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري وويل ياغيانو ته اضافي پوځي مرسته به د سوريې له حکومت سره د خبرو لپاره د اپوزيسيون دريځ پياوړى کړي:
”موږ پرېکړه کړې چې بل انتخاب نه لرو، د دې لپاره چې دغه خبرې عملي بڼه غوره کړي، يو او بل ډول لويې مرستې برابرې شي، هر هېواد دا چې څه کولاى شي خپله پرېکړه کوي. دوى ټول د سوريې د اپوزيسيون د مرستې لپاره د ډېر څه کولو ته ژمن دي“
کري وويل چې تمه کېږي د سولې خبرې روان دوبى په ژنيف کې وشي، چې د سوريې د دوه کلنې شخړې د حل لپاره غوره لار بلل شوې ده.
ده د سوريې پر ولسمشر بشارالاسد تور ولګاوه چې له ايران او د لبنان له شيعه غورځنګ حزب الله څخه د مرستې په غوښتلو سره د سوريې شخړه نړيواله کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې سپينه ماڼۍ وايي داسې شواهد او مدارک لري چې ښيي د سوريې حکومت کيمياوي وسلې کارولي، ځکه نو واشنګټن تيار شو ياغيانو ته د وسلې ورکول پيل کړي.
د قطر صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير شيخ حماد بن جاثم الثاني وويل، د سولې يوازېنۍ لار ياغيانو ته وسلو ورکړه ده:
”ښاغلو او اغلو! د عدالت د تامين لپاره ځواک مهم دى، د سولې د ترلاسه کولو يوازېنۍ لار [ياغيانو ته] د وسلو برابرول دي“
په همدې حال کې په بريتانيا کې دېره د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډلې وويل، چې د رژيم ځواکونه د دمشق پر شمال او ختيځ سخت راکټي بريدونه کوي. دغه ډله وايي وړمه شپه د هاوان يوې مرمۍ په قابون سيمه کې درې ماشومان ووژل.