د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۷

د فرانسې د مرستو ادارې له کابل او کاپیسا سره د کرنیزو وسایلو مرسته وکړه


په افغانستان کې د فرانسې د مرستو ادارې د کابل او کاپیسا په څلورو ولسوالیو کې د کرنیزو او کوپراتیفي وسایلو مرسته وکړه.


د فرانسې له خوا د کرنې په برخه کې دا مرسته شوي وسایل به د کابل په یوه او د کاپیسا په درېیو ولسوالیو کې په بزګرانو وویشل شي.

په کابل کې د کرنې په برخه کې د فرانسې د مرستو ادارې د شنبې په ورځ د څلور نیم لکه امریکایي ډالرو په ارزښت دا نوي او عصري وسایل د کرنې وزارت چارواکو ته وسپارل.

په افغانستان کې د فرانسې د مرستو د ادارې د کرنې د څانګې مسوول "ګل ورد روبن" وایي؛ چې دوی غواړي د کاپیسا په تګاب، نجراب او اله ساي ولسوالیو کې د کرنېزو مرستو ترڅنګ ټرانسپورټي وسایط هم د کرنې وزارت کار کونکوته ورکړي:

"له بل لورې موږ غواړو چې د کاپیسا ولایت د برېښنا د پروژې څخه چې اوس کار ورباندې روان دی؛ هم خلک په تیره بزګران ګټه پورته کړي دا کولای شي چې، په راتلونکي کې د کرنې پر سکتور ښه اغیزه ولري."

فرانسه په افغانستان کې له ۲۰۱۰ میلادي کال را هیسې په څلورو مهمو کرنیزو سکتورنو لکه د مچیو روزنه، د چرګانو ساتنه، اصلاح شوي تخمونه او مالدارۍ برخو کې سلګونو کروندګرو ته مسلکي زده کړې ورکړي.

د کرنې وزارت مسلکي مرستیال، عبدالغني غوریاني هم د فرانسې دا مرستې وستایلې او دا یې په دې هیواد کې د کرنې د پیاوړتیا لپاره ډیرې ګټورې وبللې:

"دا کرنیز وسایل د شاتو د مچیو ساتنې، مالدارۍ، د چرګانو د ساتنې، د لبنیاتو د پروسس او دفتري وسایل لکه موټر سایکلونه چې تګ راتګ ورباندې کیږي وشوې او اوس مهال چې کومې پیسې د فرانسې هیواد زموږ په اختیار کې را کړي، نو موږ هغه پیسې د خپلې انکشافي بودیجې له خوا د کوپراتیفونو د ود لپاره په مصرف لګوو."

د کرنې وزارت چارواکي وایي، چې افغانستان یو کرنیز هېواد دي چې دا مهال ۷۵ فیصده وګړي یې په کرنیزو چارو بوخت دي.

دوی وایي او که چېرې په دې هېواد کې کرنیزې چارې په ښو او پرمختللو وسایلو سمبال شي؛ نو له دې سره به د دې هیواد اقتصاد ډیر پیاوړی شي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG