د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

سوپکو: افغان او امریکایي قراردادیان له افغان کارګرانو او شرکتونو څخه پوروړي دي


امریکايي چارواکي وايي، بهرني او کورني قرادادیان د افغانستان له شرکتونو او افغان کارګرانو څخه لسګونه میلیونه ډالر پوروړي دي.

د دوی په وینا د دې پورونو له وجې هغه بهرنیان چې په افغانستان کې کار او ژوند کوي، اوس له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش ادارې په خپل یوه وروستي راپور کې پردې رڼا اچولې چې په افغانستان کې ځینې سیمه ییز قراردادیان د امریکايي شرکتونو له خوا دوی ته د خپلو پیسو د نه ورکولو د ادعاوو په خاطر بهرنيو پانګه اچوونکو ته د تښتونې او وژنې ګواښ کوي.

په دې ډله کې یوه تن ګواښ کړی چې؛ ځان به په کابل کې د امریکا د سفارت مخې ته وسوځوي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه د امریکايي چارواکو له قوله لیکي چې؛ وايي، افغان او امریکایي قراردادیان له افغان کارګرانو او شرکتونو لسګونه میلیونه ډالر پوروړي دي او په همدې دلیل هغه بهرنیان چې په افغانستان کې کار کوي او اوسېږي له جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت خاص سرمفتش جان اف سوپکو John F. Sopko په هغه لیک کې چې له خپل راپور سره یوځای یې چارواکو ته استولی لیکلي دي، په افغانستان کې د پیسو د نه ورکولو په لانجو کې افغان قراردادیانو ته د اصلي قراردادیانو له خوا ډېره جدي ستونزه شته.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې د امریکايي مالیه ورکوونکو میلیاردونه ډالر پیسې افغانستان ته راروانې شوې د زرګونو امریکايي او افغان شرکتونو لپاره د امریکایانو دا پیسې د ګټې یوه ډېره ښه منبع شوه، خو د واشنګټن پوست په وینا په سلوکې نژدې نوي دا پروژې د هغو قراردادیانو دي چې په افغانستان کې دېره دي.

ورځپاڼه لیکي، په وروستیو کلونو کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د عمومي سرمفتش ادارې ته چې د سیګار په نوم یادېږي او همداراز نورو اړوندو ادارو ته د هغو قراردادیانو له خوا چې په سلو کې څلوېښت یې په امریکا کې دېره دي د پیسو د نه ورکولو بې شمېره شکایتونه رسېدلي دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د سیګار دفتر ته څه باندې یوسل او اتیا شکایتونه رسېدلي دي چې له مخې یې د نه شپېته میلیونه ډالرو د نه ورکولو په قضیو کې د دوه پنځوس دوسیو په اړه تحقیقات کوي.

د سیګار راپور زیاتوي، په داسې حال کې چې یو فرعي قراردادي ښايي تل د پیسو د نه ورکولو له امکان سره مخامخ وي، خو افغان قراردادیان ښايي د حقوقي امنیت د نشتوالي او د امریکا د حکومت له خوا د وضع شویو محدودیتونو له وجې تر نورو زیات له جدي خطر سره مخامخ وي.

په همدې حال کې واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي چې یوشمېر افغان فرعي یا دوهم لاس قراردادیانو ګواښ کړی چې قانون به په خپل لاس کې واخلي. همداراز د سیګار په راپور کې راغلي دي چې د امریکايي قراردادیانو او اېجنسیو دفترونو ته د چاودنو او انتحاري حملو ګواښونه شوي او د بهرنیو موسسو پر مسوولو مشرانو د پیسو د ترلاسه کولو لپاره وسله رااېستل شوې او مالي زیان وررسېدلی.

که څه هم د امریکا د سفارت یوه ویاند دېویدسنیپ David Snepp ویلي دي چې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت به د سیګار د راپور په اړه څېړنه وکړي خو ورځپاڼه لیکي حتی که د پیسو د نه ورکولو ادعاوې بې بنسټه هم وي، اکثر امریکايي چارواکي په دې برخه کې له څه کولو ناتوانه دي.
XS
SM
MD
LG