د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۲۵

افغان ځوانان وايي، دولت دې ددوي ستونزو ته تدابیر ونیسي



راپور: خان محمد "سیند"

د افغانستان د ځوانانو ملي او ټولنیزه موسسه له دولته غواړي چې؛ د هېواد د ځوانانو د ستونزو اواری ته دې تدابیر ونیسي.

د دې موسسې غړو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوې غونډه کې وویل، د هېواد ځوانان په وروستۍ څه باندې یوه لسیزه کې په مختلفو برخو کې له پامه غورځول شوي او پکار ده چې؛ د پرمختګونو په ټولو برخو کې ونډه ورکړل شي.

افغان چارواکې وایي، د ځوانانو د ستونزو حل او پرمختګونو ته یي یوه پنځه کلنه ستراتیژي ترتیب کړې او عملي کول به یي د ځوانانو ستونزې کمې کړي.

د دې موسسې له خوا په وروستیو څه باندې لسو کلونو کې د افغانستان د ځوانانوعمده ستونزه بیکاري او بهرنیو هېوادونو ته د غیر قانوني تګ هڅه بلل شوې ده.

د افغان ځوانانو د ملي ټولنې مسوولینو وویل، د حکومت په مربوطو ارګانونو کې د ځوانانو لپاره د ځانګړو پروګرامونو کموالی د دې سبب شوی چې؛ ځوانان له مختلفو ستونزو سره مخ شي.

د دې موسسې مشر ارش بارک له حکومته وغوښتل چې، د دغه ځواک له جسمي او فکري توان څخه دې د پراختیا او پرمختګ په مختلفو برخه کې کار واخیستل شي:

"کومې ستونزې چې؛ په دې غونډه کې مو ورته لومړیتوب ورکړی، هغه د هېواد د ځوانانو بیکارې او بهر ته غیر قانوني تګ دی.

دې دوه ستونزو زموږ د ځوان نسل پر ذهنونو ناوړه اغیز کړی.

اوس د دې وخت را رسیدلی چې؛ د دې ستونزې حل ته تدابیر ونیول شي."


دوی وویل، د هېواد د نفوسو څه باندې پنځوس فیصده له ځوانانو جوړه ده او په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له امله د دوي ځیني اړ وځي چې؛ بهر ته لاړ شي، یا په مخدرو موادو روږدي شي او یا د مخالفینو پر لیکو ورګډ شي.

په غوڼده کې د اطلاعاتو او فرهنګ د ځوانانو د چارو مرستیال تیمورشاه اسحق زی وویل، د هېواد د ځوانانو د ستونزو حل او د دوي پرمختګونو ته یې د یوې پنځه کلنې ستراتیژي طرح ترتیب کړې او عملي کېدل به یې د ځوانانو ستونزې کمې کړي:

"له نیکه مرغه د ځوانانو د ملي پالیسۍ په جوړولو مو کار پیل کړی.

په کار کې د حکومت څو وزارتونه برخه لري، پلانونه سره هم اهنګ شوي او هر وزارت مکلف شوی چې په خپله کاري برخه کې د دې ستونزې حل ته پروګرامونه ترتیب کړي.

دا طرح به لومړی د وزیرانو شورا او بیا به د جمهوررییس توشیح ته وړاندې شي."


ده دا هم وویل، د ځوانانو په حاضره غونډه کې به د دوي نظریات او پیشنهادونه هم یاد داشت او ترتیب شي او ستراتيژی به پرې نوره هم بډایه کړي.

کارپوهان په هېواد کې د کار نشتوالی یوه لویه ټولنیزه اقتصادي او حتی امنیتي ستونزه ګڼي.

دوی وایي، سره له دی چې اوس مهال په لکونو ځوانان د کار په لټه کې دي.

هرکال د هېواد له ښوونځیو څخه په لسګونو زره نور هم فارغیږي، چې ټول یې پوهنتونونه نه شي جذبولی او اکثره یې وزګار پاتې کېږي.
XS
SM
MD
LG