د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

ولسي جرګې په قطرکې د طالبانو د دفتر له پرانیستو سره مخالفت وښود



راپور: جمیله ظریف

د ولسي جرګې غړیو د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سولې په برخه کې د افغان حکومت له ادرس نه پرته هر ډول خبرې اترې غیر قانوني وبللې.

د ولسي جرګې غړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې؛ د سې شنبې په ورځ ناوخته د قطر په مرکز دوحه کې د افغان حکومت د استازیو له ګډون پرته د طالبانو لپاره سیاسي دفتر پرانیستل شو.

د ولسي جرګې غړیو د ملګرو ملتونو له سازمان نه وغوښتل چې؛ د افغانانو په مشري د سولې د خبرو اترو ملاتړ وکړي.

د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې اکثره وکیلانو په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر له پرانیستلو سره مخالفت څرګند کړ.

ولسې جرګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې؛ د اسلامي امارت په نوم کوم بنسټ دوی ته رسمیت نه لري.

د دې جرګې د نړېوالو اړیکو د کمیسیون مرستیال محمد نور اکبري دغه اعلامیه ولوستله چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي وو:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت له ادرس نه پرته د بل هر ډول سیاسي دفتر جوړول د هیواد له قوانینو سره په ټکر کې دي او هغه غیر قانوني بولو.

د سولې په برخه کې هر ډول مذاکرات باید د افغانانو په وسیله وشي او مشري یې باید د افغان دولت په غاړه وي.

ولسي جرګه د ملګرو ملتونو له سازمان نه غواړي چې د افغانانو په مشري د سولې له هر ډول خبرو اترو ملاتړ وکړي."


طالبانو د سې شنبه په ورځ ناوخته د قطر په مرکز دوحه کې په داسې حال کې خپل سیاسي دفتر پرانیست او د سولې له خبرو اترو سره یې لیوالتیا وښوده چې؛ د افغان حکومت استازي هلته نه وو.

طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی چې؛ د سولې په برخه کې به رسمي خبرې اترې په راتلونکو څو ورځو کې پیل کړي.

دوی وایي چې؛ دا په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره یوه ښه سیاسي لار ده.

بل خوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي اندیښنه څرګندوي چې؛ د اسلامي امارت تر نامه لاندې بنسټ رامنځ ته کیدل به د افغان حکومت لپاره یو بدیل شي او د موجوده نظام مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راولي.

د دې جرګې دوه تنه غړې فوزیه کوفي او شکریه بارکزې په دې هکله وایي:

"۱:- د طالبانو لپاره دفتر او هغه دیپلوماسي چې طالبان کار ورنه اخلي د افغانستان د دیپلوماسي سیستم لپاره د یو بدیل د رامنځ ته کیدو په حال کې ده.

ایا افغان حکومت په رښتیا سره د طالبانو لپاره د دفتر د پرانیستلو له شرایطو خبر دی؟

که خبر وي نو ودې وایي چې؛ دا دفتر په کومو شرایطو جوړ شوی، تیره ورځ چې د طالبانو دفتر پرانیستل کیده، د افغان حکومت هیڅ استازی نه وو پکې.

۲:- دا داسې یو بحث دې چې حتې د افغانستان د ملت کور مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

زه د ملګرو ملتونو هرکلی کوم چې د افغانستان د سولې بهیر رهبري پخپل لاس کې واخلي."


د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي چې؛ قطر ته به له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره ډیر ژر یو پلاوی ولیږي.

خو یو شمیر کتونکي وایي چې په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر د پرانیستلو پر مهال د افغان حکومت د استازیو نشتوالی د افغان حکومت د غفلت او بیځایه خوشبینۍ ښکارندويي کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې په دې اړه غبرګون ښودلی او ویلي یی دي چې د سولې پروسې په برخه کې یې د امریکا د دوه ګوني سیاست له امله له متحده ایالاتو سره د امنیتی سند په اړه د خبرو آترو څلورم پړاو ځنډولی دی.
XS
SM
MD
LG