په نړۍ کې د ډموکراتیکو تحولاتو په اړه یوې نړېوالې څیړنیزې موسسې په خپل کلني راپور کې ویلي چې؛ د مرکزي اسیا او مرکزي اروپا په اکثرو هېوادونو کې مستبدو حکومتونو د مدني ټولنې ازادي محدوده کړې، په رسنیو یې سانسور زیات کړی او سیاسي مخالفان یې ځپلي دي.
د مرکزي اروپا او مرکزي اسیا هیوادونه په زیاتیدونکي ډول د مستبدو حکومتونو له خوا اداره کیږي چې؛ ډموکراسي ته دومره پاملرنه نه کوي، دا ټکی د ډ موکراسۍ څارونکې ټولنې، فریډم هاوس په ۲۰۱۳ کال کې هېوادونه د بدلون په حال کې، په رپوټ کې څرګند کړی دی.
د فریډم هاوس په وینا د دې کار په نتیجه کې په دې هېوادونو کې فساد، په رسنیو سانسوراو د سیاسي مخالفانو پرضد خشونت زیات شوی دی.
د مرکزی اروپا څخه تر مرکز يې اسیا پورې د ډموکراتیکوتحولاتو په اړه د فریډم هاوس کلنی څیړنیز راپورو ایي، په ایروایشیا کې د مدني ټولنې وضعیت ډیرخراب شوی چې د اندیښنې وړ دی.
هېوادونه د بدلون په حال کې د برخې مسولې سیلوانا کاوژکوفسکا ازادي راډیو ته وویل:
"په ایرواشیا کې په ۲۰۱۲ کال کې د دې داستان شاهد وچې؛ مستبدو مشرانو په جدي توګه مدني ټولنې ځپلي.
د بدلون تر ټولو لویه درجه چې موږپه هره برخه کې لیدلې د مدني ټولنې له ځپلو سره تړاو لري.
په ځینو مواردو کې د دې لپاره چې مستبد رژیمونه خپله واکمني مظبوطه کړي، نوي قوانین یې تصیویب کړي چې؛ د مدني ټولني فعالیتونه نورهم محدودوي او معمولا د ټولنې آزادی هدف ګرځوي. کله هم د مظاهره چیانو پرضد واقعي خشونت شوی دی."
د ازبکستان او ترکمنستان وضعیت د مدني ټولنې په برخه کې په سیمه کې بیا ترټولو زیات ناوړه بلل شوی دی.
آزربایجان، تاجکستان او بیله روس هغه هیوادونه یاد شوي چې په زیاتیدونکې ډول خپل مخالفین ځوروي. د قزاقستان پرحکومت له دې کبله انتقاد شوی چې د کارګرو تنظیمونکې ډلې یې ځپلي دي.
د فریډم هاوس مشرډیویډ کرامر وویل، تیرکال په روسیه کې بیا واک ته د ولسمشرولادیمرپوتین په رسیدو سره د ځپلو ترټولو ناوړه حالت بیا راګرځیدلی چې روسانود پخواني شوروي اتحاد له نړیدو وروسته نه ولیدلی.
هغه وویل، پوتین پرمقننه قوې اورسنیو د نفوذ لپاره له خپل صلاحیته کاراخیستی او قضایي ارګانونه یې د نویو مقرراتو رامنځ ته کولو ته اړکړي چې هدف یې د سیاسي مخالفینو او مدنې ټولنې د فعالیتونو مخنیوی دی.
فریډم هاوس په دې راپورکې ویلي چې؛ د مرکزي اسیا یوشمیرهیوادونه په تیره بیا هغه چې په وروسیتو کې یې د اروپایي اتحادیې غړیتوب حاصل کړی، له سیاسي بې ثباتۍ سره تریوه حده په دې خاطر مخامخ شوي چې د سختو اقتصادي اقداماتو د عملي کیدو لپاره ترفشارلاندې وول.
د بدلون په حال کې هیوادونو په اړه د فریډم هاوس ټولنې په خپل کلني څیړنیزراپورکې د مرکزي اسیا او مرکزي اروپا په ۲۹ هیوادونو کې ډموکراتیک تحولات څیړلي دي.