د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۵

چارواکي وايي، په ميدان وردګو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي او نيول شوي دي


د ميدان وردګو دولتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې يې د نښتو او عملياتو پر مهال شپږ تنه وسله وال ژوندي نيولي او شپږ نور وژل شوي دي، دوی وايي، په وژلو شويو کسانو کې پاکستانيان هم شامل دي.

چارواکي وايي، تېره ورځ د ميدان وردګو په پينځو ولسواليو جغتو، نرخ، چک، جلرېز او سيد اباد کې د طالبانو پر ضد په عملياتو، نښتو او يوه چاودنه کې د دريو پاکستانيانو په ګډون شپږ تنه وسله وال وژل شوي او اووه نور ژوندي نيولي شوي دي.

له نيولو شويو وسله والو سره اته سوه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي هم نيول شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، دوو پاکستانيانو تېره ورځ د جغتو ولسوالۍ په زيارت غونډۍ سيمه کې پر افغان ځواکونو بريد وکړ، چې په ځوابي ډزو کې دواړه وژل شوي دي.

دی وايي، يو بل پاکستاني بيا په جلرېز ولسوالۍ کې په يو بخار دېګ کې چاودېدونکي توکي بار کړي وو، چې پرې ور چاودېدلي او وژلی يې دي:

"دوو پاکستاني طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد وکړ، چې په ځوابي ډزو کې دواړه وژل شوي دي، همدارنګه يو بل وسله وال پاکستانی چې اسدالله نومېږي په جلرېز ولسوالۍ کې يې له چاودېدونکو توکو يو ډک بخار دېګ انتقالاوو چې پرې ور چاودېدلی او وژل شوی دی"

خوګياڼی زياتوي، چې په دې سربېره د نرخ ولسوالۍ په دادل سيمه کې تېره ورځ د طالبانو او حزب اسلامي د ډلو تر منځ نښته شوې چې پکې درې تنه طالبان وژل شوي او د حزب له غاړې يو تن ټپي دی.

دی وايي، د ميدان وردګو په سيد اباد او د نرخ ولسوالۍ په سره کلا سيمه کې بيا افغان ځواکونو عمليات کړي چې پکې اته سوه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي، وسلې او شپږ تنه وسله وال نيول شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو ذبيح الله چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي، چې تېره ورځ يې ملګرو د ميدان وردګو مرکز ته څېرمه د پوليسو پر موټر دوه چاودنې کړې دي، چې پکې د نهو تنو پوليسو د وژلو ادعا کوي.

سيدشاه
XS
SM
MD
LG